د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

د پولیسو تشکیل د کموالي له امله د غزني امنیت ورځ تر بلې خرابېږي

د پولیسو تشکیل د کموالي له امله د غزني امنیت ورځ تر بلې خرابېږي

Sep 03, 2016 - 15:52

غزني ښار (پژواک، ۱٣ وږی ۹۵): په غزني کې چارواکي وايي چې د کورنيو چارو وزارت په دغه ولايت کې د پوليسو تشکيل کم کړى چې له امله يې د نا امنۍ کچه لوړه شوې ده.

د غزني د ولايتي شورا رييس حميدالله نوروز د وږي په ١٣مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې دوه کاله وړاندې غزني له دويمې درجې څخه لومړۍ درجې ولايت ته ارتقا وکړه خو امکانات يې اوس هم د درېيمې درجې ولايت دي.

ده وويل چې د کورنيو چارو وزارت په دغه ولايت کې د پوليسو تشکيل کم کړى چې له امله يې په ډېرو سيمو کې نا امني ډېره شوې ده.

هغه زياته کړه: ((د غزني په څو سیمو کې اوس مهال جنګ روان دی، لامل يې په ولسوالیو کې د پولیسو نشتوالی دى.))

د نو روز د معلوماتو له مخې، د کورنيو چارو وزارت په دغه ولايت کې د ماين پاکونې او د پوليسو يوه بله قطعه له منځه وړې ده.

دغه راز د غزني د سولې شورا رييس خليل الله هم وويل چې د کورنيو چارو وزارت له غزني سره د مور او ميرې چلند کوي.

هغه وويل: ((د کورنیو چارو وزارت د غزني امنیت ته په کتو سره باید د دغه ولایت د پولیسو تشکیل زیات او نوره همکاري ورسره وکړي خو دوى سرچپه کار کوي نور يې هم دلته د پوليسو تشکل کم کړى دى.))

ده وويل چې د غزني په ډېری سيمو کې جګړې روانې دي خو د امنيتي ځواکونو شمېر کم دى.

د غزني د اندړو ولسوالۍ د پايندي سيمې اوسېدونکي لعل محمد پژواک ته وويل: ((يو کال کېږي چې په سيمه ييز پوليسو کې دنده لرم، موږه او نورو ځواکونو ډېرې سيمې له طالبانو ونيوې خو تشکيل مو کم دى، نه شو کولاى چې په نيول شوو ځايونو کې پوستې جوړې کړو.))

د اړوندې موضوع په اړه د غزني امنيه قوماندان مل پاسوال امين الله امرخېل هم پژواک ته وويل چې د کورنيو چارو وزارت په دغه ولايت کې د پوليسو تشکيل کم کړى دى.

هغه وايي: ((د يوې ولسوالۍ پوليس مې بلې ته ورکړي، د ښار پوليس مې ولسواليو ته ورکړي، خو زه نو څه وکړم، چاره نه لرم د پوليسو تشکل مې کم دى.))

امرخېل وايي چې ياده ستونزه يې څو ځلې د کورنيو چارو له وزارت سره شريکه کړې خو تر اوسه يې د حل لپاره اقدام نه دى شوى.

ده ټينګار وکړ چې د کورنيو چارو وزارت بايد د غزني دغه ستونزه هواره کړي کنه په يو شمېر سيمو کې به امنيتي ستونزې له حده ډېرې شي.

دا په داسې حال کې ده چې د غزني امنيه قوماندان مل پاسوال امين الله امرخېل څو ورځې وړاندې خپله استعفا د کورنيو چارو وزارت ته وړاندې کړې وه.

هغه ويلي چې په کورنيو چارو وزارت کې د بې عدالتيو له امله استعفا ورکولو ته اړ شوى دى.

خو د کورنيو چارو وزارت له لوري تر اوسه د امرخېل استعفا نه ده منظوره شوې.

د اړوندې ستونزې په اړه د کورنيو چارو له وزارت سره اړيکه ټينګه نه شوه.

ورته راپورونه:


Download “Pajhwok” mobile App, on your smartphone to read and access latest news, features, interviews, videos and photos about Afghanistan.

   

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement