د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

حصارک کې د وسله والو د ځپلو په موخه عملیات پیل شوي

حصارک کې د وسله والو د ځپلو په موخه عملیات پیل شوي

Sep 06, 2016 - 15:38

جلال اباد (پژواک، ٦ وږی ۹۵):  چارواکي وايي چې د ننګرهار په حصارک ولسوالۍ کې د وسله والو مخالفينو د ځپلو په موخه يې عمليات پيل کړي دي.

د ننګرهار د والي وياند عطاءالله خوږياڼي د وږي په ١٦مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې امنيتي ځواکونو په حصارک ولسوالۍ کې د وسله والو مخالفينو پر وړاندې عمليات پيل کړي دي.

هغه وايي چې په دغو عملياتو کې  پر ملي اردو سربېره، ملي پولیس، د عامه نظم پوليس، سیمه ییز پولیس او نور ځواکونه ګډون لري.

هغه زياته کړه: ((د دې عملياتو موخه  په حصارک ولسوالۍ کې وسله وال طالبان لع منځه وړل او یاده ولسوالۍ د هغوی له شتونه پاکول دي.))

دا په داسې حال کې ده چې درې ورځې وړاندې د حصارک ولسوال حاجي عبدالخالق پژواک ته ويلي وو چې په حصارک ولسوالۍ کې د هغه په ګډون هېڅ دولتي مامور نشته او ولسوالۍ د طالبانو تر محاصرې لاندې ده.

نوموړي زياته کړه: ((وضعيت خراب دی، ټول پوليس او سرتېري هم راوتلي او اوس په کې کومانډو ځواکونه پراته دي؛ خو ولسوالۍ تر دريېو دروازو د طالبانو په محاصره کې ده او ډېر ژر به کومانډو ځواکونه تعرضي عمليات پيل کړي.))

بل لور ته وسله والو طالبانو رسنيو ته ويلي چې حصارک ولسوالۍ د دوى په ولکه کې ده خو حکومتي چارواکيو بيا دغه څرګندونې رد کړې.

ورته راپورونه:


Download “Pajhwok” mobile App, on your smartphone to read and access latest news, features, interviews, videos and photos about Afghanistan.

   

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement