د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

"که تر پنځلس ورځو د ننګرهار والي لرې نه شو، حکومت سره پرېکون کوو"

"که تر پنځلس ورځو د ننګرهار والي لرې نه شو، حکومت سره پرېکون کوو"

Sep 06, 2016 - 17:25

جلال اباد (پژواک ۱۶ وږی ۹۵):د ننګرهار ځينو قومي مشرانو او د ولایتي شورا غړو د دغه ولایت په والي نیوکې وکړې، چې د کار صلاحیت نه لري او له ملي یووالي حکومته یې وغوښتل، چې نوموړی دې له دندې لرې کړي.

دوی حکومت ته پنځلس ورځې وخت وټاکه، چې د ننګرهار والي دې تبدیل او په نورو ادارو کې دې هم تغيیرات راولي او که چېرې دا کار ونه کړي؛ نو دوی به ورسره پرېکون اعلان کړي.

قومي مشر ملک عثمان په دې ناسته کې په شینوارو کې د داعش پر وړاندې د افغان ځواکونو په جګړه کې د ننګرهار والي سلیم کندوزی په معاملو تورن کړ او له دغو سیمو د امنیتي ځواکونو بېرته راوېستل یې ناقانونه کړنه وبلله.

هغه پژواک خبري اژانس ته وویل: ((موږ له ملي یووالي حکومت څخه غواړو، چې د ننګرهار د والي د کړنو څېړنه دې وکړي او هغه دې له دندې لرې کړي، که نه د ننګرهار ولسونه به یې پر وړاندې جدي اقدام وکړي.))

دغه رازمدني فعال عبدالرحمن معاون وویل،د نننۍ ناستې موخه په ننګرهار کې د امنیتي ستونزو زیاتوالي ته د حل لارې او دغه راز د کمزورې ولایتي ادارې د بدلون غوښتنه ده.

په یاده غونډه کې د ننګرهار د ولایتي شورا غړي جاوېد زمان د ننګرهار والي په غلا، د ځمکو پر غصب او فساد تورن او په حکومت یې نیوکه وکړه، چې له ولسونو سره له مشورې پرته یې سلیم کندوزی ننګرهار ته د والي په توګه رالېږلی دی.

ده زياته کړه: ((که حکومت زموږ غوښتنه ونه مني او سلیم کندوزی چې غل او فاسد انسان دی، له دندې لرې نه کړي؛ نو موږ به ولسونه راټول کړو او د ولایت دروازه به وتړو.))

په ولسي جرګه کې د ننګرهار د خلکو استازي فریدون مومند، چې یاده غونډه یې په مشرۍ جوړه شوې وه، حکومت ته پنځلس ورځې وخت وټاکه، چې د دې ولايت د ستونزو د حل لپاره دې اساسي بدلون رامنځته کړي.

دى وايي: ((که حکومت په دې تمه وي چې د ننګرهار ولسونه به تر پنځلس ورځو وروسته خپله دغه خبره هېره کړي؛ نو هېڅکله به یې هېره نه کړو او  دا ځل به تر پنځلس ورځو وروسته، که زموږ غوښتنې ونه منل شوې، د دولت پر ضد پراخ لاریونونه کوو او حتی له حکومت سره به خپل پریېکون اعلان کړو.))

خو د ننګرهار ولایتي اداره وايي، یاد کسان له کومو معلوماتو پرته او د خپلو شخصي ګټو لپاره وخت ناوخته دا ډول حرکتونه تر سره کوي.

د ننګرهار د والي ویاند عطاء الله خوږیاڼي د وږي په ۱۶مه پژواک سره د خبرو پرمهال د یو شمېر ستونزو شته والی تایید کړ؛ خو د یادو کسانو څرګندونې یې د هغوی د شخصي غوښتنو پایله یاده کړه.

د یادولو وړ ده، چې په ولسي جرګه کې د ننګرهار د خلکو استازي فریدون مومند پرون هم د ولسونو په یوه غونډه کې د ملي یووالي حکومت پر ضد څرګندونې کړې وې او دا حکومت یې په تېره دوه کلنه دوره کې په خپلو ژمنو کې په پاتې راتلو تورن کړ.

ورته راپورونه:


Download “Pajhwok” mobile App, on your smartphone to read and access latest news, features, interviews, videos and photos about Afghanistan.

   

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement