د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

د ننګرهار ولایتي شورا او خلکو له حکومت سره د پرېکون ګواښ وکړ

د ننګرهار ولایتي شورا او خلکو له حکومت سره د پرېکون ګواښ وکړ

Sep 08, 2016 - 16:51

جلال اباد (پژواک، ۱۸ وږی ۹۵): د ننګرهار د ولايتي شورا يو شمېرغړو، قومي مشرانو په ولسي جرګه کې د ننګرهار د خلکو استازي فريدون مومند له لوري په اعتراضيه ډول د دغه ولایت ولايتي شورا دروازه وتړل شوه.

دوی وايي، په ننګرهار کې د نا امنۍ او فساد زياتوالی، د والي بې کفايتي او ځيني نور مسايل د دې لامل شول چې د ننګرهار د ولايتي شورا دروازه په اعتراضيه ډول وتړي.

د ولايتي شورا ځينو غړو او خلکو مرکزي حکومت ته ګواښ وکړ، که يې غوښتنې ونه مني؛ نو د کابل- جلال اباد لويه لاره به هم وتړي.

دغه راز دوی ګوتڅنډنه وکړه، که يې د غوښتنو پر وړاندې حکومت بيا هم غلی پاتې شي؛ نو ورسره به پرېکون اعلان کړي.

په ولسي جرګه کې د ننګرهار د خلکو استازي فريدون مومند پژواک اژانس ته وويل چې له ياد اعتراضي ناستې موخه د ولسونو د ستونزو حل دی.

مومند په ننګرهار کې د نا امنۍ او فساد ډېروالی، د خلکو ستونزو ته د ولايتي ادارې نه لاسرسی او ځيني نور مشکلات د خپل اعتراض لوی لاملونه په ګوته کړل.

هغه د يوې پوښتنې په ځواب کې وويل: ((ولايتي شورا د ولس کور دی؛ خو دا دوه کاله کېږي چې دولت د دې شورا هېڅ غوښتنه نه مني؛ نو چې د ولسونو مشروع غوښتنې نه منل کېږي، د ولايتي شورا شتون په څه معنا.))

په ورته وخت کې د ننګرهار د ولايتي شورا غړي جاوېد زمان هم وويل چې د ولايتي شورا دروازه يې د نا امنۍ او فساد د زياتوالي په برخه کې د ولايتي ادارې د بې غورۍ په غبرګون کې وتړله.

جاوېد زمان وايي چې څو ځله يې د ولسونو غوښتنې له ولايتي ادارې سره شريکې کړې؛ خو تر اوسه يې هېڅ پايله نه ده ورکړې.

هغه زياته کړه: "که د ننګرهار والي ولسمشر ته ډېر اهل کار معلومېږي؛ نو له ځان سره دې مشاور کړي؛ خو د ننګرهار د ولسونو له اوږو دې نور دا بار لرې کړي."

د ننګرهار د مومندو قومي شورا مشر انجينر نور افضل مصلح چې په يادې اعتراضيه ناسته کې يې ګډون کړی و، وويل چې ولسونه د ننګرهار والي له کړنو په  تنګ شوي او بايد مرکزي حکومت ياده ستونزه حل کړي.

خو يو شمېر ننګرهار مېشتي بيا د ننګرهار د ولايتي شورا د غړو او ځينو قومي مشرانو دا کړنه نا سمه بولي او دا د هغوی د شخصي ګټو لاسته راوړلو په موخه د هغوی هلې ځلې ګڼي.

د ننګرهار د قومونو د يووالي او همغږۍ شورا مشر جهانزېب جهاني پژواک ته وويل، که يادو مشرانو رښتيا هم د ولسونو د غوښتنې په خاطر دغه کار کړی وي نو بايد له ټولو ولسونو سره يې مشوره کړې وای.

هغه وويل چې تر اوسه له ولسونو سره په دې برخه کې مشوره نه ده شوې او د دې ستونزو د حل لپاره يې د ولايتي شورا د روازې تړل يو غير قانون ګام ياد کړ.

ومو غوښتل چې په دې اړه د ننګرهار د ولايتي ادارې نظر هم ولرو خو تر بيا ځلې اړيکو وروسته د ولايت له مطبوعاتي دفتر سره اړيکه ټينګه نه شوه.

دا په داسې حال کې ده چې څو ورځې وړاندې يې هم يادو قومي مشرانو او وکيلانو په همدې اړه اعتراضيه ناستې کړې وې او د ولايت د دروازې د تړلو ګواښ يې کړی و.

ورته راپورونه:


Download “Pajhwok” mobile App, on your smartphone to read and access latest news, features, interviews, videos and photos about Afghanistan.

   

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement