د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

د ننګرهار په لرو پرتو سیمو کې روغتیايي اسانتیاوو ته جدي اړتیا ده

د ننګرهار په لرو پرتو سیمو کې روغتیايي اسانتیاوو ته جدي اړتیا ده

Sep 08, 2016 - 16:37

جلال اباد (پژواک، ۱۸ وږی ۹۵): په ننګرهار کې د افغانستان لپاره د مرستو او پراختيا اداره وايي چې لا هم د ياد ولايت په لرو پرتو سيمو کې روغتيايي ستونزې شته او د ولس تر ټولو جدي غوښتنه د روغتيايي اسانتیاوو برابرول دي.

د يادې ادارې چارواکو چې د وږي په ۱۸مه يې په جلال اباد ښار کې له خلکو سره د هغوی د روغتيايي مشکلاتو په اړه مشورتي غونډه جوړه کړې وه، له پژواک اژانس سره په خبرو کې يادې څرګندونې وکړې.

په ننګرهار کې د يادې ادارې مشر ډاکټر شفيق الله شفق وويل چې په لرو پرتو سيمو کې تر امنيت وروسته د خلکو تر ټولو لويه ستونزه د روغتيايي اسانتياوو  نشتوالی دی.

هغه زياته کړه، که چېرې د عامې روغتيا وزارت ورته مالي امکانات برابر کړي؛ نو په پلان کې لري، چې د دغو ستونزو د حل لپاره په ۲۰۱۷ کال کې ۱۸ نوي روغتيايي مرکزونه جوړ او دغه راز د ۱۲ نورو ته ارتقاع ورکړي.

په ورته وخت کې د ننګرهار د قومونو د يووالي او همغږۍ شورا مشر جهانزېب جهاني وويل: "په ډيرو سيمو کې کلينکونه يوازې تش ديوالونه دي، نه ډاکټر شته او نه دوا، مرکزي روغتون هم له ډيرو سيمو لری دی او په وخت ورته خپل ناورغان نه شي راوړلی؛ نو که هلته روغتيايي کلينکونه مجهز شي، دغه مشکلات به ورسره ډېر ښه راکم شي."

د ننګرهار د عامې روغتيا رياست چارواکي هم تر ۷۵ سلنه په لرو پرتو سيمو کې د ستونزو شتون مني؛ خو لامل یې د بوديجې کموالی په ګوته کوي.

د دغه رياست مرستيالې ډاکټرې مقدس معراج وايي، هڅې پيل شوې چې په راتلونکي کال کې يادې ستونزې د صفر تر کچې راټيټې کړي.

په ياده غونډه کې دغه راز په ننګرهار کې د افغانستان لپاره د مرستو او پراختيا ادارې د تېرو دوه کلنو فعالېتونو راپور هم ګډونوالو سره شريک شو، چې د ګډونوالو لخوا ېې د فعاليتونو ستاينه او د دوام غوښتنه وشوه.

ورته راپورونه:


Download “Pajhwok” mobile App, on your smartphone to read and access latest news, features, interviews, videos and photos about Afghanistan.

   

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement