د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

جلال اباد کې چاودنې دوو کسانو ته مرګ ژوبله واړوله

جلال اباد کې چاودنې دوو کسانو ته مرګ ژوبله واړوله

Sep 10, 2016 - 09:04

جلال اباد (پژواک، ۲۰ وږي ۹۵): د ننګرهار په مرکز جلال اباد ښار کې د يو دوکان مخې ته د ځای پر ځای شوي ماین چاودنې له امله دوو ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د ننګرهار د والي وياند عطاءالله خوږياڼي د وږي په ۲۰مه پژواک اژانس ته وويل چې چاودنه نن سهار شاوخوا شپږ بجې د جلال اباد ښار اړوند د بزازۍ جومات ته څېرمه د يو دوکان مخکې د ځای پر ځای شوي ماين له امله رامنځته شوې ده.

هغه زياته کړه، په ياده چاودنه کې يو ملکي وګړى وژل شوى او بل ټپي دى او دوکان يې هم يو څه تخريب شوی دی.

بلخوا د جلال اباد د حوزوي روغتون مشر ډاکټر احسان الله پژواک ته وويل چې د پيښې له ځايه ورته دوه ټپيان ور وړل شوي وو.

د هغه په وينا، ټپيان پلار او زوی وو چې پلار يې د سختو ټپونو له امله په روغتون کې ساه ورکړې ده.

تر اوسه د يادې چاودنې مسولیت د دولت کومې مخالفې وسله والې ډلې او یا هم کوم چا پر غاړه نه دی اخيستی.

ورته راپورونه:


Download “Pajhwok” mobile App, on your smartphone to read and access latest news, features, interviews, videos and photos about Afghanistan.

   

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement