د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

د ننګرهار اطلاعاتو او فرهنګ ریاست نوې بڼه خپله کړه

د ننګرهار اطلاعاتو او فرهنګ ریاست نوې بڼه خپله کړه

Sep 10, 2016 - 16:41

جلال اباد (پژواک، ۲۰ وږی ۹۵): د ننګرهار د اطلاعاتو او فرهنګ رياست د بيارغونې چارې چې د دغه رياست د سرپرست له لوري پيل شوې وې، بشپړې او نن رسماً ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.

په يادو رغنيزو چارو کې د ادبي مشاهيرو يو انځورتون، د کلتور په نوم د يو واټ نومول، د رياست د ودانۍ، جومات او پارک بيارغونه او نور ملحقات شامل دي.

د اطلاعاتو او فرهنګ سرپرست او د دغه رياست د اطلاعاتو امر شېرشاه همدرد د وږي په ۲۰مه په همدې موخه د جوړې شوې غونډې پر مهال پژواک اژانس ته وويل چې له ياد کار يې موخه خلکو ته د فرهنګ اصلي معنا ښودل دي.

دی وايي، ډېرى چارې يې د ملګرو او ولسونو په همکاره ترسره کړې دي.

همدرد زياته کړه: ((له دې کار نه زما موخه دا ده، چې خلکو ته کلتور په سمه توګه معرفي کړم او خلک دلته په راتګ کلتور بايد وپېژني.))

د يادې پرانيستې پر مهال د ننګرهار مرستيال والي محمدحنيف ګرديوال د اطلاعاتو او فرهنګ رياست د کارکوونکو هڅې وستايلې او له ټولو رياستونو يې د ورته ګام غوښتنه وکړه.

ګرديوال وويل: ((نه يوازې دا چې خلک به په دغه لار د تګ پرمهال د کلتور د واټ او د ریاست پر ديوال د مشاهيرو د انځورونو ننداره کوي، بلکې دا به هم زده کوي، چې اطلاعاتو او فرهنګ څه معنی او کلتور څه معنی.))

د کابل پوهنتون استاد پوهندوی محمداسماعيل یون هم خبرې وکړې او دغه کار یې د يو سالم مديريت د شتوالي زيری ياد کړ.

يون ټينګار وکړ چې ننګرهار د ادب او فرهنګ کور دی او بايد دې ته ورته نور بېلابېل فرهنګي نوښتونه په کې ترسره شي.

د يادونې ده، تر دې وړاندې هم د ياد رياست له خوا د فرهنګ غوړونې په برخه کې هلې ځلې شوې دي؛ خو دا ډول ګام يې لومړنی دی او تر ډيری ورته د یو نوښت په سترګه کتل کيږي.

ورته راپورونه:


Download “Pajhwok” mobile App, on your smartphone to read and access latest news, features, interviews, videos and photos about Afghanistan.

   

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement