د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

ننګرهار کې د داعش ۱۵ وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې

ننګرهار کې د داعش ۱۵ وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې

Sep 10, 2016 - 10:37

جلال اباد (پژواک، ۲۰ وږی ۹۵): د ننګرهار په اچین او هسکې مېنې ولسوالیو کې د افغان امنیتي ځواکونو د هوايي بریدونو له امله د داعش ۱۵ وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د ننګرهار د امنیې قوماندانۍ مطبوعاتي مسوول حضرت حسین مشرقیوال د وږي په ۲۰مه پژواک اژانس ته وویل چې امنیتي ځواکونو تېره شپه د هسکې مېنې ولسوالۍ په نرۍ اوبو سيمه کې پر داعش وسله والو هوايي برید کړی دی.

هغه زیاته کړه چې په برید کې د داعش ۴ وسله وال وژل شوي او ۲ نور ټپيان دي.

د امنیې قوماندانۍ مطبوعاتي مسوول دغه راز وايي چې تېره شپه دوه بجې د اچين ولسوالۍ په مامند سیمه کې  امنيتي ځواکونو پر وسله والو طالبانو هوايي برید کړی او ۹ تنه داعش وسله وال یې په کې وژلي دي.

مشرقیوال ټينګار کوي چې په یادو بريدونو کې ملکي وګړو او امنیتي ځواکونو ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې.

بلخوا تر اوسه داعش وسله والې ډلې د امنيتي ځواکونو د دغو بريدونو په اړه رسنیو ته څه نه دي ويلي.

ورته راپورونه:


Download “Pajhwok” mobile App, on your smartphone to read and access latest news, features, interviews, videos and photos about Afghanistan.

   

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement