د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

"حکومت دې په ۴۸ ساعتونو کې د ننګرهار د برېښنا ستونزه هواره کړي"

"حکومت دې په ۴۸ ساعتونو کې د ننګرهار د برېښنا ستونزه هواره کړي"

Sep 15, 2016 - 15:13

جلال اباد (پژواک، ۲۵ وږى ۹۵): د ننګرهار ځينو خلکو او مدني ټولنو حکومت ته د دغه ولايت د برېښنا ستونزې د حل لپاره ۴۸ ساعته وخت ورکړ او دغه راز يې ولايتي اداره او د برېښنا لوی رياست د یادې ستونزې په حل کې پر ناغېړۍ تورن کړل.

خلکو او د مدني ټولنو يو شمېر استازو د وږي په ۲۵مه جلال اباد ښار کې د مطبوعاتي کنفرانس پر مهال تور پورې کړ چې د ننګرهار ولايتي اداره د برېښنا ستونزې په هواري کې بې کفايته ده او د برېښنا عمومي شرکت او مرکزي دولت بې تفاوته عمل کړی دی.

کابو شل ورځې وړاندې د لغمان په بادپښ ولسوالۍ کې د امنيتي ځواکونو او وسله والو تر منځ د جګړې په جریان کې د نغلو برېښنا مزي پرې شول چې له امله يې تر اوسه په جلال اباد ښار دغه برېښنا قطع شوې ده.

مدني فعال ډاکټر شکرالله مشکور په دغه کنفرانس کې وويل، حکومت دې د دې ستونزې د دايمي حل تر څنګ اوسنى رامنځته شوى مشکل په ٤٨ ساعتونو کې هوار کړي.

ده زياته کړه: ((که مرکزي حکومت او د ننګرهار ولايتي اداره په ۴۸ ساعتونو کې د برېښنا ستونزه په عاجل ډول حل نه کړي، که بيا موږ هر اقدام وکړ او کومه ستونزه رامنځته شي؛ نو هم به د ننګرهار ولايتي اداره او هم به مرکزي حکومت د دې ستونزې مسوول وي.))

دغه راز قومي مشر انجنير نور افضل مصلح غوښتنه وکړه چې حکومت دې د برېښنا د ستونزې د حل لپاره یو عاجل او يو بنسټيز اقدام پورته کړي.

دی وايي، اوسمهال که د زور او يا بلې هرې لارې کېږي، حکومت دې په بادپښ کې د برېښنا مزي وتړي او جلال اباد ښار کې د برېښنا د دايمي حل لپاره دې د کامې د برېښنا بند ورغوي.

د کنفرانس په پای کې مدني ټولنو او ولسونو پرېکړه وکړه، که په راتلونکو ۴۸ ساعتونو کې د برېښنا ستونزه حل نه شي؛ نو د بې کفايته ادارې په توګه به د ننګرهار ولايتي ادارې دروازه وتړل شي.

دغه راز د دوى له خوا په خپاره شوي پرېکړه ليک کې له دولت سربېره له وسله والو مخالفينو او د لغمان د بادپښ او د کابل سروبي ولسوالۍ له اوسېدونکو غوښتنه شوې وه چې د ولسونو تر منځ د بې اتفاقۍ د رامنځته کېدو د مخنيوي په خاطر دې د برېښنا د لينونو د قطع کېدو مخنيوی وکړي.

د ننګرهار ولايتي اداره بيا په دې برخه کې د خپلو هلو ځلو خبره کوي او وايي، لا هم والي او د برېښنا رييس کابل کې پر همدې موضوع بوخت دي.

د ننګرهار د والي وياند عطاءالله خوږياڼي پژواک ته وويل، والي سليم کندوزي د برېښنا د رییس وحيدالله پوپلزي په ملتيا، تېره ورځ د برېښنا شرکت له مرکزي ادارې سره په دې برخه کې غونډه کړې او د عاجلې حل لارې ترڅنګ يې ورسره د دايمي حل په اړه هم خبرې کړې دي.

هغه زیاته کړه: ((موږ د بادپښ له خلکو سره غونډو ته دوام ورکوو، تر څو هغوی قانع کړو چې دا ستونزه جدي ده او بايد د حل لپاره يې هغوی مرسته وکړي.))

ورته راپورونه:


Download “Pajhwok” mobile App, on your smartphone to read and access latest news, features, interviews, videos and photos about Afghanistan.

   

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement