د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

د ننګرهار والي استعفا وکړه

د ننګرهار والي استعفا وکړه

Oct 02, 2016 - 15:53

جلال اباد (پژواک، ۱۱ تله ۹۵): د ننګرهار والي سليم خان کندوزي نن د يوې لويې غونډې پر مهال له خپلې دندې استعفا وکړه.

نوموړي د تلې په ۱۱مه د ننګرهار د سلګونه قومي مشرانو، ديني علماوو، دولتي چارواکو، ښځو او ځوانانو يوې سترې غونډې ته وويل چې د ننګرهار د والي په توګه نور خپله دنده سر ته نه شي رسولی او شخصي ستونزو اړ کړی چې استعفا وکړي.

هغه دغه راز وويل، د ننګرهار خلکو ترې ډېرې غوښتنې درلودې چې په بېلابېلو برخو کې يې غوښتنو ته ځواب هم ويل شوی؛ خو هغه شان چې د ولس غوښتنه وه، دی نه دی توانېدلی چې کار وکړي.

د کندوزي په وينا، په ولايتونو کې د کار لپاره اړينه ده چې په مرکزي حکومت کې قوي ملاتړ ولرې، څو مرستې درته جلب کړي چې په خبره يې ده داسې څوک او يا ډله نه درلوده.

سليم خان کندوزي که څه هم په ښکاره د ملي يووالي حکومت له ننګرهار سره د مور او مېرې پر چلند تورن نه کړ خو ټینګار يې وکړ چې غوښتنې يې نه دي منل شوې.

د والي د استعفا تر اعلان وروسته په غونډه کې هغه مهال ګډوډي جوړه شوه چې د شريفې احمدزۍ په نوم يوې مېرمن د خبرو دريځ ته ولاړه او هلته يې له والي غوښتنه وکړه چې له استعفا تېر شي.

نوموړې وويل، تر هغه وخته چې والي خپله استعفا نه وي اخيستې ورسره شاوخوا لس زره ښځې شته، چې ټولې به د ولايت مخې ته د اعتراض خېمې ووهي.

تر دې وروسته د خوږياڼو قومي مشر او په ننګرهار کې د سولې د ولايتي کمېټې مشر حاجي ملک نظير د دریځ خوا ته ورغی او له والي يې د خلکو په استازۍ غوښتنه وکړه چې له خپلې استعفا لاس پر سر شي.

د ملک نظير په وينا، که د والي استعفا د څو اوونۍ وړاندې هغو اعتراضونو په اړه وي چې يو شمېر کسانو په کې د والي د استعفا غوښتنه کړې وه؛ نو دا هېڅکله د ټول ولس غوښتنه نه ده او والي بايد دا کار ونه کړي.

خو د ښېوې ولسوالۍ قومي مشر نوراغا ملکزي په قهرېدلي انداز وويل چې د ننګرهار خلک به تر هغه وخت والي ته له ولايته د تګ اجازه ورنه کړي، څو چې يې د استعفا علت نه وي روښانه شوی.

ده پر والي نيوکه وکړه چې پر خپلې استعفا قانون تر پښو لاندې کوي، ځکه د ولسمشر په امر راغلی او بايد د هغه تر امره انتظار وکړي.

دغه راز د بهسودو ولسوالۍ د عربانو د قومي شورا استازو، د علماوو شورا استازو، د مومندو او شينوارو د ګډې شورا استازو، د ځوانانو استازو او يو شمېر نورو ويناوالو هم له والي غوښتنې درلودې، چې د خپلې استعفا د علت تر معلومېدو دې له ولايته نه وځي.

خو وروسته د ننګرهار والي سليم خان کندوزي خبرې وکړې او د خپلې استعفا علت يې خپلې شخصي مشکلات په ګوته کړل.

هغه وړاندې وويل: ((هېڅ فشار ته نه يم تسليم شوی، د شخصي ستونزو له امله استعفا کوم.))

د يادولو وړ ده چې سليم خان کندوزي شاوخوا ۱۶ مياشتې وړاندې په داسې حال کې چې په ننګرهار کې داعش ډلې تازه سر راپورته کړی و، د ننګرهار د والي په توګه دنده پيل کړه.

تر ده وړاندې مولوي عطاء الله لودين د ننګرهار د والي په توګه دنده ترسره کوله چې هغه هم د خلکو مشکلاتو ته نه لاسرسي په وجه له دندې استعفا کړې وه.

ورته راپورونه:


Download “Pajhwok” mobile App, on your smartphone to read and access latest news, features, interviews, videos and photos about Afghanistan.

   

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement