د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

ښوونکي د سرپنا نه شتون، د معاش کمښت او يو بست کې پاتې کېدو څخه ځورېږي

ښوونکي د سرپنا نه شتون، د معاش کمښت او يو بست کې پاتې کېدو څخه ځورېږي

Oct 04, 2016 - 20:15

کابل (پژواک،١٣تله ٩٥): د ښوونکي ورځ په داسې حال کې نمانځل کېږي چې لا هم د ملي يووالي حکومت پر خپلو ژمنو وفا نه ده کړې او ښوونکي د سرپنا له نه شتون، تنخوا کمښت او يو بست کې پاتې کېدو څخه ځورېږي..

د اکتوبر پنځمه د ښوونکي نړيواله ورځ ده، چې هر کال د افغانستان په ګډون په ځينو هېوادونو کې نمانځل کېږي.

دکابل معارف رياست مشر محمد سعيد منصور نن په هغو مراسمو کې چې د ښوونکي نړيوالې ورځې په مناسبت د کابل ښار رابعه بلخي ښوونځي کې د سلګونو ښوونکو او زده کوونکو په ګډون جوړ شوي و، د ښوونکي  ورځې مبارک ويلو ترڅنګ  يې د هغه لوړ مقام ته په درناوي وويل چې د هستوګنې نه شتون، د معاشونو کموالى او يو بست کې  پاتې کېدل هغه ستونزې دي چې ښوونکي ورسره لاس او ګرېوان دي.

د پوهنې وزارت د معلوماتو له مخې، ښوونکو به پخوا ترفېع کوله؛ خو اوس د بست خبره ده او له کله چې ښوونکى څلورم او يا پنځم بست کې ګومارل کېږي، کولى شي چې شپږ قدمه ترفېع وکړي او وروسته له هغه په خپل ځاى کې ودرېږي.

د کابل ښار د معارف رييس وويل، سره له دې چې ښوونکي تل نوښت کوي او قرباني ورکوي؛ خو ستونزو ته يې جدي پاملرنه نه ده شوې.

منصور هيله وښوده چې د سرپنا او ټيټو معاشونو ستونزه به په نږدې راتلونکي کې هواره شي.

نوموړي همداراز وويل، په داسې حال کې چې د کابل ښار د معارف په تشکيل کې څه باندې ٢٨زره ښوونکي دي؛ خو سږ کال ٣٣١ ښوونکو ته ستاينليکونه په پام کې نيول شوي دي چې له انصاف نه لرې ده، بايد نور تکړه استادان هم ستايل شوي واى.

هغه زياته کړه چې ښايي د لومړۍ او يا دويمې درجې ستاينليکونه او يا مډالونو وېش وخت واخلي؛ خو د درېيمې درجې ستاينليکونه د وزارت په صلاحيت کې دي، که په دې برخه کې ګام واخيستل شي، ښه کار به وي.

د ښوونې او روزنې وزارت سرپرست مالي مرستيال سيدحميدالله په دې مراسمو کې وويل، د دې ترڅنګ چې د معارف په بېلابېلو برخو کې نيمګړتياوې او تېروتنې شته؛ خو بيا هم د ښوونکو هڅې او زيار د دې لامل شوي، څو يو شمېر افغان زده کوونکي له بهر څخه هېواد ته وياړونه راوړي.

نوموړي زياته کړه: "د ښوونکي مقام نمانځل په حقيقت کې د پوهې، رڼا، پرمختګ، اخلاقو او معنويت نمانځل دي، نو له همدې امله پوه او ويښو ملتونو تل د خپلو ښوونکو درناوى کړى او د هغوى مقام  ته عزت کوي."

هغه يادونه وکړه چې د روزنيز او ښوونيز نظام او د ټولنې پراختيا او پرمختګ بريا، د ښوونکو له اخلاص او نه ستړې کېدونکو هلو ځلو سره تړلي دي.

خو د هغه په وينا، داسې شکايتونه يې تر لاسه کړي دي چې ځينې ښوونکي له زده کوونکو سره ناسم چلند کوي او د يوشمېر شاګردانو پر بدن  د فزيکي چلند نښې هم ليدل شوي دي.

د هغه په وينا، کوم ښوونکي چې زده کونکي وهي ټکوي او سپکاوى يې کوي، په حقيقت کې د انسان جوړونې او استعدادونو پاللو پرځاى استعدادونه وژني، د ماشومانو وړتيا وژني او له هغوى سره تاوتريخوالي او بد چلند کوي چې له يوه ښوونکي سره نه ښايي او له تعليمي قانون سره په ټکر کې دي.

سيدحميدالله تاييد کړه چې د تېر په پرتله د پوهنې کيفيت ډېر راټيټ شوى دى؛ لکه څرنګه چې يو زده کوونکى د يوې عريضې ليکلو توان نه لري او عمده لامل يې د ښوونکو لږه پاملرنه ده.

ځينې ښوونکي بيا د حکومت ژمنو له پلي کېدو څخه سرټکوي.

د رابعه بلخي ښوونځي يوې ښوونکې ريحانې وويل، چې لا هم ښوونکي د معاشونو له کمښت، زياتو درسي ساعتونو، د سرپنا نه شتون او د کلونو لپاره يو بست کې پاتې کېدلو څخه ځورېږي.

د هغې په وينا، يو شمېر ښوونکي چې څه باندې ٢٠ کاله يې خدمت کړى دى، تر اوسه کرايي کورونو کې ژوند کوي او کوم معاش چې ترلاسه کوي، د يوې مياشتې لګښتونو بسنه يې نه کوي.

نوموړې زياته کړه: "په يوه اونۍ کې د ٤٥ دقيقو په اندازه د ٢٧ ساعتونو تدريس ستونزمن  او د يوه ښوونکي له توان څخه بهر دى؛ په دې برخه کې بايد تغييرات راشي."

د رابعه بلخي لېسې، يوې بلې ښوونکې شکيلا چې ٣٩ کاله يې خدمت کړى، وويل چې ټول ښوونکي له زياتو ستونزو سره مخامخ دي او تل د هغوى ستونزې له پامه غورځېدلې دي.

نوموړې زياته کړه، کومې ژمنې چې دولت له ښوونکو سره کړې دي، يوه يې هم عملي نه شوه، زيات شمېر ښوونکو ته استوګنځي ور نه کړل شول او د قدم او رتبو خبره پر خپل ځاى پاتې ده.

هغې وويل: "نهه کاله کېږي چې د اداري اصلاحاتو بهير کې شامله شوې يم؛ خو په پنځم بست کې پاتې يم او همدې يو بست کې پاتې يم، نه مې تنخوا زياته شوه او نه مې بل امتياز تر لاسه کړى، نه پوهېږم چې ستونزه چېرته ده او ولې موږ ته بست نه راکول کېږي."

همداراز د معارف وزارت سرپرست وويل چې د دې وزارت د منسوبينو په هڅو د ملکي خدمتونو کارکوونکو  قانون کې تعديل راغلى او د ښوونکو بست او قدم کې به د ١٣٩٦ کال له پيل څخه هېڅ ستونزه نه وي.

هغه په ډاګه اعلان وکړ چې حکومت نه دى توانېدلى، چې ټولو ښوونکو ته اړين خدمتونه وړاندې کړي.

هغه وويل چې نوي کال کې ١٨ ولايتونو کې د ٣٦ پروژو له لارې ٣٠١٣٣ ښوونکو ته د استوګنې نومرې وېشل کېږي  او د ګومارنۍ په برخه کې د تحصيلي اسنادو په درلودو سره ٣٥٠٠ ښوونکي ګومارل کېږي.

د پوهنې وزارت د معلوماتو له مخې، دا مهال ٢٢٠زره ښوونکي په ١٧زرو ښوونځيو کې څه باندې ٩ ميليونو زده کوونکو ته چې ٤٢ سلنه يې ښځينه زده کونکي دي، په تدريس بوخت دي.

ورته راپورونه:


Download “Pajhwok” mobile App, on your smartphone to read and access latest news, features, interviews, videos and photos about Afghanistan.

   

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement