د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

طالبان په بدخشان کې د ګوزڼ واکسين مخنيوى کوي

روغتیا

ارشيف

طالبان په بدخشان کې د ګوزڼ واکسين مخنيوى کوي

Oct 18, 2016 - 14:52

فيض اباد (پژواک، ٢٧ تله ٩٥): د بدخشان ولايت د عامې روغتيا چارواکي وايي چې سيمه ييز طالبان او بهرني وسله وال د دغه ولايت په راغستان ولسوالۍ او ځينو نورو سيمو کې د ګوزڼ واکسين د پلي کېدو مخنيوى کوي.

د بدخشان د عامې روغتيا رياست د کتلوي معافيت امر سيد فاروق نصر پژواک خبري اژانس ته وويل چې په راغستان ولسوالۍ کې يو شمېر کورني او بهرني طالبان په ياده سيمه کې ماشومانو ته د ګوزڼ واکسين د پلي کېدو پروګرام مخنيوى کوي.

هغه زياته کړه: ((موږ د ګوزڼ واکسين د درېيو پړاوونو په ترڅ کې ونه توانېدو چې شاوخوا (٢١٠٠) ماشومانو ته ګوزڼ واکسين تطبیق کړو، شاوخوا يوه مياشت کېږي چې موږ د بدخشان له والي، د راغستان له ولسوال، د سيمې له قومي مخورو او عالمانو سره ناستې درلودې، څو طالبان دې ته حاضر کړي چې د هغوى تر واک لاندې ساحې ته زموږ د رضاکارانو او ډاکټرانو د تګ مخنيوى ونه کړي، خو تر اوسه څرګنده نه ده چې دغه چاره مني که نه؟))

نصر زياته کړه چې د پوليو واکسين کمپاين تېره ورځ د دغه ولايت په ټولو ٢٧ ولسواليو کې پيل شوى او د پنځو ورځو لپاره به ادامه ولري، په دې موده کې به ( ٢٥٥٥٤٥) ماشومانو ته د پوليو واکسين ورکړل شي.

د بدخشان د عامه روغتيا رياست د کلتوي رياست د معافيت امر وويل چې په دې موده کې يې د کلمو چنجي د له منځه وړلو په موخه (١٩٥٢٩٦) ماشومانو ته چې عمرونه يې له دوو تر پنځو کلونو عمر لري، د البندازول ټابليت ورکړل شوي دي.

هغه زياته کړه: ((په تېرو کلونو کې چې بدخشان کې د نا امنۍ لمن نه وه غوړېدلې، موږ به د ګوزڼ کمپاين په عادي ډول تر سره کولو، خو په وروستيو دوو کلونو کې د طالبانو تر واک لاندې او نا امنه سيمو لکه راغستان او د جرم خستک ولسوالۍ کې د بهرنيو جګړه مارو ٢٠ کورنۍ مېشت شوي، دوى ددې اجازه نه ورکوي چې ماشومانو ته يې د وګوزن واکسين پلي شي.))

د طالبانو ډلې تر اوسه پورې په دې اړه نظر نه دى څرګند کړى، خو پخوا يې ويلي وو چې کسان يې د پوليو واکسين د تطبيق پر وړاندې ستونزې نه جوړوي.

ورته راپورونه:


Download “Pajhwok” mobile App, on your smartphone to read and access latest news, features, interviews, videos and photos about Afghanistan.

   

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement