د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

بېځايه شوي: حکومت دې وردوج ولسوالۍ بېرته ونيسي

بېځايه شوي: حکومت دې وردوج ولسوالۍ بېرته ونيسي

Oct 23, 2016 - 16:30

فيض اباد (پژواک، ٢ لړم ٩٥): د بدخشان د وردوج ولسوالۍ يو شمېر بېځايه شوې کورنۍ له وسلوالو څخه د يادې ولسوالۍ په بيرته نيولو کې د مرکزي او سيمه ييز حکومت پر نه پاملرنې نيوکه کوي او وايي چې خلک له ناوړه وضعيت سره مخ دي او له وسله والو مخالفينو د يادې ولسوالۍ د پاکولو په موخه پراخو عملياتو ته اړتيا ده.

له دغو بېځايه شوو څخه يې لسګونه کسان د ياد ولايت مرکز فيض اباد ښار په ولايت مقام کې سره راټول شوي و.

د وردوج ولسوال دولت محمد خاور وويل چې له تېر يو کال راهيسې وردوج ولسوالۍ د وسله والو طالبانو له لوري نيول شوې، خو د حکومت له لوري د يادې ولسوالۍ د بېرته نيولو په موخه هېڅ ډول ګام هم نه دى پورته شوى.

هغه زياته کړه: "د هرې ورځې په تېرېدو سره د وسله والو طالبانو له لوري د يادې ولسوالۍ پر اوسېدونکو ظلم او زياتى زياتيږي او وسلوالو طالبانو د يوه کال په ترڅ څلور ښځې او پنځه سړي په دې جرم چې خپلوان يې د دولت په ليکو کې کار کوي؛ وژلي دي او دغه راز د شاګردانو پر مخ د ټولو ښوونځيو دروازې تړل شوې دي."

خاور زياته کړه چې په تېر يوه کال کې له لسو زرو زيات زده کوونکي له ښوونې پاتې او ښوونکي يې ټول شړل شوي او معاشونه نه لري، چې  دغه راز له وردوج ولسوالۍ څخه ٧٩٥ کورنۍ هم راکډه شوې او له ډېرو سختو شرايطو سره مخ دي؛ تر دې چې د څښاک اوبه هم نه لري.

د وردوج ولسوالۍ يوه سپين ږيري مولوي حاجي معصوم وويل، چې هره ورځ لسګونه ښځې او نجونې له وردوج ولسوالۍ بهارک ولسوالۍ ته راځي او وايي، چې د طالبانو له ظلم او ستم تر پوزې راغلي او نه پوهېږي چې څه وکړي او چېرته لاړ شي.

هغه زياته کړه: "خلک له بد حالت سره مخ دي، موږ له دولت غواړو چې په وردوج ولسوالۍ کې چاڼيز عمليات ترسره کړي."

د بدخشان د ولايتي شورا غړي عبدالله ناجي نظري وويل چې د سږ کال په وري مياشت کې په وردوج ولسوالۍ کې يوازې يو لړ ناکامه عمليات ترسره شول، چې له مرګ ژوبلې پرته يې بله لاسته راوړنه نه درلوده.

خو د بدخشان والي احمد فيصل بېګزاد پژواک ته وويل چې وردوج ولسوالۍ د پاکولو موضوع يې څو ځلې د امنيت له شورا سره شريکه کړې، چې ياده ولسوالۍ بايد د وسلوالو طالبانو له شتون پاکه شي، څو خلک يې له بدبختيو خلاص شي، چې تر اوسه پورې ورته هيڅ پاملرنه نه ده شوې.

بېګزاد زياته کړه: "دا چې وردوج او يمګان ولسوالۍ له تېر يوه کال راهيسې د دوښمن په لاس کې دي، دا موږ ته يو عيب دى او موږ يې منو، موږ د چاڼيزو عملياتو په برخه کې جدي يو، موږ خطرونو ته پام کوو او بايد هوايي، کمانډو او نور امنيتي ځواکونه له موږ سره وردوج ولسوالۍ په پاکولو کې ملاتړ وکړي."

د بدخشان والي ټينګار وکړ چې ډېر ژر به د يادې ولسوالۍ د بيرته نيولو په موخه عمليات پيل شي.

وسله والو طالبانو تر اوسه پورې په دې اړه څه نه دي ويلي.

ورته راپورونه:


Download “Pajhwok” mobile App, on your smartphone to read and access latest news, features, interviews, videos and photos about Afghanistan.

   

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement