د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

د غلا او انسان تښتونې په تور ۱۲ کسان نیول شوي

د غلا او انسان تښتونې په تور ۱۲ کسان نیول شوي

Nov 05, 2016 - 16:22

جلال اباد (پژواک، ١٥ لړم ٩٥): چارواکي وايي چې په ننګرهار او غزني ولايتونو کې دغلا او انسان تښتوونې په تور يې ١٢ تنه نيولي او يو ماشوم يې د تښتوونکو له منګولو ازاد کړى دى.

د ننګرهار ولايت امنيه قوماندان مل پاسوال سيدګل اقا روحاني  د لړم په ١٥مه په يوه خبري کنفرانس کې وويل چې پوليسو د بټي کوټ ولسوالۍ په مربوطاتو کې يو اته کلن ماشوم د تښتوونکو له منګولو ازاد او د تښتوونې په جرم يې دوه تنه ونيول.

هغه زياته کړه چې خوشې شوى ماشوم شاهدالله نومېږي، د اچين ولسوالۍ د عبدالخېلو اصلي اوسېدونکى دى او دمګړۍ د جلال اباد ښار پر لومړۍ ناحيه کې اوسېده.

روحاني وايي چې دغه راز د جلال اباد ښار په درېيمې ناحيې سيمه کې پنځه تنه له درې ميله تومانچو سره يو ځای د غلا په تور نيول شوي دي.

د نوموړي په وينا، په نيول شوو کسانو کې د څېړنو پر مهال پر خپلو جرمونو اعتراف هم کړی دی .

 امنيه قوماندان د معلوماتو له مخې، پوليسو همدا راز د سره رود ولسوالۍ په مربوطاتو کې د ګزمې پر مهال په يوه عراده کرولا ډوله موټر کې دوه ميله کلاشينکوف، يو اندازه د بې هوښۍ درمل او څلور کڅوړې نقابونه کشف او ترلاسه کړل .

د يوه بل خبر له مخې، په غزني کې جنايي پوليسو د غلو هغه پنځه کسيزه ډله نيولې ده چې يوه اونۍ وړاندې يې په ښار کې له يوه صراف څخه يو ميليون پاکستانۍ کالدارې تښتولې وې.

د امنيې قوماندانۍ جنايي مدير محمد قاهر ناصري پژواک ته وويل، دغو کسانو نه يوازې له صراف څخه، بلکې له ډېرو نورو کسانو څخه هم پيسې تښتولې وې.

د هغه په وينا، نيول شوي کسان له ځان سره د وسلې ګرځولو امر هم لري، خو دا نه ده معلومه چې اصلي دی که جعلي.

دى وايي چې دا غله ټوله ورځ د صرافيو مخې ته ګرځېدل او څوک چې به له پيسو سره له ښاره ووت، دوى په تعقيباوه او بيا به يې په لاره کې ترې پيسې اخيستې.

د عبدالرحمن په نوم يوه صراف چې د پکتيا د زرمت ولسوالۍ اوسېدونکى دى، وايي چې يادو غلو ترې څلور ميليونه پاکستانۍ کلدارې غلا کړې وې.

د هغه په وينا، په هماغه ورځ يې پوليسو ته احوال ورکړ او اوس دغه کسان نيول شوي دي.

د نعيم الله په نوم يو بل تن هم وويل چې همدغو غلو ترې له جومات څخه يو ميليونه پاکستانۍ کلدارې اخيستې وې.

د ده وينا، ملګرو يې د موټرو نمبر پلېټ ترلاسه کړى و او په همدې مرسته پوليسو نيولي دي. 

ورته راپورونه:


Download “Pajhwok” mobile App, on your smartphone to read and access latest news, features, interviews, videos and photos about Afghanistan.

   

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement