د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

د ولسي تړون ملي پروګرام د چارو د همغږۍ لپاره د بين الوزارتي بورډ د جوړولو پرېکړه وشوه

د ولسي تړون ملي پروګرام د چارو د همغږۍ لپاره د بين الوزارتي بورډ د جوړولو پرېکړه وشوه

Nov 19, 2016 - 20:49

کابل (پژواک ٢٩ لړم ٩٥): د ولسمشر غني په مشرۍ د ولسي تړون ملي پروګرام د تطبيق بهير د چټکولو په موخه د همغږۍ په غونډه کې پرېکړه وشوه، چې په دې اړه د اړوندو وزارتونو تر منځ یو ګډ بین الوزارتي بورډ جوړ شي.

له ارګ څخه پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د ولسمشر محمد اشرف غني په مشرۍ د ولسي تړون ملي پروګرام د تطبیق بهیر د چټکولو په موخه د همغږۍ غونډه د عامې روغتیا، پوهنې، کرنې، اقتصاد، کلیو پراختیا وزیرانو، د سیمه ییزو ارګانونو د خپلواکې ادارې د سرپرست، یو شمېر معینانو، سلاکارانو او تخنیکي همکارانو په ګډون، نن ماښام په ارګ کې جوړه شوه.

سرچينه کاږي، په دې غونډه کې د ولسي تړون پروګرام د عملي کار د پرمختګ څرنګوالی وارزول شو.

په دې ناسته کې ولسمشر غني ویلي، ولسي تړون ملي پروګرام د حکومت له مهمو پروګرامونو او موخو څخه دی، چې تر لاس لاندې دی.

هغه زیاته کړې، دا یو بین الوزارتي پروګرام دی او باید اړوند وزارتونه د زیاتې همغږۍ او د دې پروګرام د تطبیق بهیر د چټکتیا په موخه ګډ کوښښونه وکړي.

سرچينه زياتوي، د کلیو پراختیا وزارت په استازیتوب محمد عیسی قدرت د ولسي تړون ملي پروګرام د تطبیق په موخه عملي پلان او مهالوېش غونډې ته وړاندې کړ.

له هر اړخیزې ارزونې او بحثونو وروسته، غونډې ټینګار وکړ، چې د ولسي تړون ملي پروګرام د پیلولو په خاطر کارونه په لازمه توګه نه دي ترسره شوي او په دې برخه کې زیاتې همغږۍ او اقداماتو ته اړتیا ده. 

په دې غونډه کې پرېکړه وشوه، چې د ولسي تړون ملي پروګرام یو بین الوزارتي پروګرام دی او ایجابوي چې د زیاتې همغږۍ په خاطر د اړوندو وزارتونو تر منځ د مالیې وزارت تر څارنې لاندې یو ګډ بین الوزارتي بورډ جوړ شي.

یاد بورډ دې د ولسي تړون ملي پروګرام د تطبیق شرایطو تر برابرولو پورې هر ۱۵ ورځې او د کار له پرمختګ وروسته په میاشت کې یوه غونډه وکړي.

په دې هکله د ټولو تصامیمو تصویب د دې بورډ اړوند دي. یاد بورډ مرسته کوي چې د ولسي تړون ملي پروګرام د پیل د بهیر ښه څارنه وشي او دا بهیر په دقیقه توګه اجرا شي.

دغه راز پرېکړه شوې، چې له معینانو څخه متشکله کمېټه دې ایجاد شي، دا کمېټه مسوولیت لري چې د ولسي تړون ملي پروګرام د ښه تطبیق په شرایطو کار وکړي او د دې پروګرام ټول کاري او عمده پستونه وارزوي او وړاندیزونه د نهایي کولو په موخه د وزیرانو بورډ ته وسپاري.

همداراز پرېکړه شوې، چې د کلیو پراختیا وزارت معین د یاد پروګرام د ورځني مدیریت رول لري او د معینانو کمېټې او د وزیرانو بورډ ته د خپلو اجرااتو راپور ورکوي. د کلیو پراختیا وزارت معین دې د هغو کسانو لیست چې د ملي پیوستون پروګرام په رهبرۍ کې یې عمده رول درلود او په دغه برخه کې کافي تجربې لري، ترتیب او د ارزونې لپاره دې د وزیرانو بورډ ته وړاندې کړي، ترڅو په دغه برخه کې ظرفیت هم وساتل شي.

همدارنګه سپارښتنه شوې، چې مرکز او ولایتونو کې د ولسي تړون ملي پروګرام د کارکوونکو د استخدام لپاره دې عمومي او واضح پلان ترتیب شي. معینان دې د همغږۍ څو غونډو  کې د ملي ولسي تړون د پروګرام د چټک تطبیق څرنګوالي لپاره عملې اړخونه ولټوي او په دې اړه دې خپل وړاندیزونه په یوه اونۍ کې د وزیرانو کمېټې ته وسپاري، ترڅو د هغو بشپړ راپور په هغې غونډه کې چې ټاکل شوې راتلونکې اونۍ جوړه شي، وړاندې شي.

ورته راپورونه:


Download “Pajhwok” mobile App, on your smartphone to read and access latest news, features, interviews, videos and photos about Afghanistan.

   

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement