د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

په بدخشان کې لس کلنه نجلۍ وژل شوې

په بدخشان کې لس کلنه نجلۍ وژل شوې

Dec 13, 2016 - 13:48

فيض اباد (پژواک، ٢٣ ليندۍ ٩٥): په بدخشان کې امنيتي چارواکي وايي چې په دغه ولايت کې د وسله والو مخالفينو په بريد کې يوه لس کلنه نجلۍ وژل شوې او دوه تنه نور ټپیان شوي دي.

د بدخشان د امنيې قوماندانۍ جنايي مدير سمونوال سخي داد حيدري پژواک خبري اژانس ته وويل چې تېره شپه شاوخوا نهه بجې بجې، يو مسافر وړونکى موټر د شغنان ولسوالۍ نه فيض اباد ته  روان و چې بهارک- فيض اباد لارې په اوږدو کې پرې وسله والو مخالفينو بريد وکړ.

نوموړي زياته کړه چې د يادو وسله والو مخالفينو په ډله کې د سبره په نوم يوه لس کلنه نجلۍ هم وژل شوې، خو د نجلۍ ورور او يو بل مسافر ټپي شوي دي.

د بدخشان امنيې قوماندانۍ جنايي مدير وايي چې د پېښې ټپيان د درملنې لپاره روغتون ته لېږدول شوي او په اړه يې څېړنې پيل شوې دي.

وسله والو مخالفينو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

ورته راپورونه:


Download “Pajhwok” mobile App, on your smartphone to read and access latest news, features, interviews, videos and photos about Afghanistan.

   

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement