د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

د ناټو پوځي مشرانو د افغان ځواکونو زړورتیا وستايله

د ناټو پوځي مشرانو د افغان ځواکونو زړورتیا وستايله

Jan 19, 2017 - 11:59

کابل (پژواک، ٣٠ مرغومى ٩٥): ناټو افغان ځواکونه ستايلي او ویلي یې دي چې له مرګ ژوبلې او ګواښونو سره سره له خپلې خاورې او خلکو په دفاع کې بریالي روان دي.

د بلجيم  په پلازمېنه بروکسل کې د ناټو له مرکزي دفتره د مرغومي په ٣٠مه په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د ناټو سازمان د غړو هېوادونو د پوځي مشرانو دوه ورځنۍ غونډه پرون په بروکسل کې پاى ته ورسېده.

سرچينې زياته کړې چې د دې غونډې په دويمه ورځ د افغانستان په اړه د ځانګړې غونډې پر مهال د ناټو د روزنې ماموريت ارزونه وشوه.

په خبرپاڼه کې راغلي، دغه راز په دې دوه ورځنۍ غونډه کې د تېر کال د وارسا سرمشريزې غونډې او د افغانستان په اړه د بروکسل د نړيوال کنفرانس د پرېکړو پر عملي کېدو هم خبرې وشوې.

سرچينې زياته کړې،  د افغانستان په اړه د ځانګړې ناستې پر مهال د ناټو پوځي مشرانو د افغان ملي دفاعي ځواکونو ستاينه وکړه چې له زياتې مرګ ژوبلې او ګواښونو سره سره پر دې بريالي شوي چې له خپلې خاورې او خلکو څخه دفاع وکړي.

د ناټو د  نظامي کمېسيون مشر جنرال پيټر پاول د يادې غونډې پر مهال ويلي‌، دا ډېره مهمه ده چې له افغانستان سره له نږدې همکاري او کار وشي، څو په افغان شخړه کې ښکېل ټول سيمه ييز فکټورونه په دغه هېواد کې د دوامداره سولې لپاره مهم رول لوبوي.

هغه زياته کړې: ((د ا د ترهګرۍ پر وړاندې مبارزه او په افغانستان کې د امنيت او ثبات لپاره تر ټولو غوره لاره ده.))

په خبرپاڼه کې راغلي چې په دې غونډه کې ناټو ته د ورپېښو ګواښونو، له ترهګرۍ سره پر مبارزې او له روسيې سره د ناټو پر اړيکو هم بحثونه وشول.

نښه: 

ورته راپورونه:


Download “Pajhwok” mobile App, on your smartphone to read and access latest news, features, interviews, videos and photos about Afghanistan.

   

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement