د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

د هرات په ګذرې ولسوالۍ کې د دوو ښځو مړي موندل شوي

د هرات په ګذرې ولسوالۍ کې د دوو ښځو مړي موندل شوي

Feb 08, 2017 - 14:41

هرات ښار (پژواک، ٢٠ سلواغه ٩٥): د هرات ولايت په ګذرې ولسوالۍ کې په مرموز ډول د دوو وژل شوو ښځو مړي نن د پوليسو له لوري وموندل شول.

د هرات د پوليسو وياند عبدالاحد ولي زاده نن (د سلواغې ٢٠مه) پژواک خبري اژانس ته وويل چې دا پېښه تېره شپه د ګذرې ولسوالۍ په "سي اوشان" دښته کې رامنځته شوې ده.

ولي زاده زياته کړه چې تر اوسه پورې د دې وژنې لامل نه دى څرګند شوى، خو د پېښې په اړه د پوليسو څېړنې پيل شوې دي.

خو د هرات يوې ځياي سرچينې چې د نوم له اخيستلو يې ډډه کوله پژواک ته وويل چې طالبانو دغه دوې ښځې وژلې او وروسته يې د هغوى په مړو يو يادښت لګولى دى.

هغه زیاته کړه، په دې يادښت کې ادعا شوې چې دغه ښځې زنا کارې وې.

خو د هرات د پوليسو وياند د طالبانو له لوري د  یادو ښځو د وژلو پخلى ونه کړ او ويې ويل چې لا هم څرګنده نه ده چې دوى د کومو کسانو له لوري وژل شوې دي.

تر اوسه پورې د يادې پېښې مسووليت چا پر غاړه نه دى اخيستى.

ورته راپورونه:


Download “Pajhwok” mobile App, on your smartphone to read and access latest news, features, interviews, videos and photos about Afghanistan.

   

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement