د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

په هرات کې يوې نجلۍ ځان وژنه کړې

په هرات کې يوې نجلۍ ځان وژنه کړې

Feb 12, 2017 - 13:44

 هرات ښار(پژواک، ٢٤ سلواغه ٩٥): د هرات ولايت چارواکي وايي چې يوې ٢١ کلنې مېرمنې پر مرمۍ ځان وژلى دى.

د هرات حوزوي روغتون وياند محمد رفيق شيرزى وايي، ياده نجلۍ ٢١ کلنه او انيسه نومېده چې پرون مازديګر پنځه بجې يې د هرات ښار په پنځمه ناحيه کې پر ډزو ځان وژنه کړې ده.

 سرچينې زياته کړه چې ددې مېرمنې مړى روغتون ته ولېږدول شو او تر اوسه د پېښې لامل نه دى څرګند شوى.

په ورته وخت کې د هرات امنيه قوماندانۍ وياند عبدالاحد ولي زاده وويل چې په دې اړه څېړنې پيل شوې او له پاى ته رسېدو سره به يې ټول جزييات رسنو ته ورکړي.

د هرات حوزوي روغتون وياند هم وايي چې د روان کال له پيل څخه تر اوسه پورې ٣٥مېرمنو پر ډزو، تسممي موادو  او زندۍ په وسيله ځان وژنې کړې دي.

نښه: 

ورته راپورونه:


Download “Pajhwok” mobile App, on your smartphone to read and access latest news, features, interviews, videos and photos about Afghanistan.

   

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement