د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

عثماني:تر شپږو مياشتو د سلما بند مسووليت افغانستان ته سپارل کېږي

عثماني:تر شپږو مياشتو د سلما بند مسووليت افغانستان ته سپارل کېږي

Feb 15, 2017 - 20:34

هرات (پژواک ٢٧سلواغه ٩٥): د اوبو او انرژۍ وزير وايي، افغانستان چمتو دى څو تر راتلونکو شپږو مياشتو پورې د ياد ولايت د سلما بند د ادارې مسووليت، چې اوسمهال د هندي متخصصينو پر غاړه دى؛ پخپله غاړه واخلي.

علي احمد عثماني پژواک خبري اژانس ته وويل، په کابل کې د هندوستان هېواد سفارت د اوبو او انرژۍ وزارت ته خبر ورکړى، چې د هندوستان هېواد متخصصين افغان لوري ته د سلما بند د مسووليت ورسپارلو ته چمتو دي.

هغه زياته کړه:"تر شپږو مياشتو پورې د هنديانو روزنييز پروګرامونه بشپړيږي او موږ هڅه کوو، چې د ياد بند د ټولو چارو مسووليت پر غاړه واخلو."

وزير وويل، درې ورځې وړاندې يې د هندوستان له مرستيال سفير سره د ليدو پر مهال هغه ته ويلي، چې افغانستان به د اداري پړاونو له تېرولو وروسته د ياد بند د ساتولو مسووليت پر غاړه واخلي او همدارنګه به د برېښنا د توليد سيسټم اداره د برېښنا شرکت ته ورکړي.

عثماني زياته کړه: "بل څه چې په دغه ناسته کې مطرح شول، د بند د ادارې او د هغه د ساتنې مسووليت هغو انجنيرانو ته په ورغاړه کېږي، چې په تېر يوه کال کې يې په هندوستان هېواد کې روزنيزې دورې تېرې کړې او مياشتې-مياشتې يې له هندي انجنيرانو سره کار کړى دى."

د اوبو او انرژي وزير ورته مهال څرګنده کړه، هندي چارواکو ويلي، چې د اړتيا پر مهال د اوبو او انرژۍ له وزارت سره هر ډول همکارۍ کولو ته چمتو دي.

علي احمد عثماني د خپلو خبرو په دوام کې وويل، د هېواد ځينې نا امنۍ د هغو اوبو له امله دي؛ چې زموږ ګاونډيو هېوادونو ته بهيږي.

نوموړي د سلما بند پر وړاندې د امنيتي ننګونو په اړه اندېښنه څرګنده کړه او ويې ويل: "په تېر يوه کال کې د هرات د چشت ولسوالۍ لارې په اوږدو کې د دغه بند کارکوونکي څو ځلې د وسله والو طالبانو له لوري په نښه شوي دي."

د اوبو او انرژۍ وزير وويل: "که چېرې هر هېواد وغواړي چې زموږ د بندونو امنيت وګواښي، طبعي ده چې د بندونو امنيت به يې تر ګواښ لاندې راشي."

ولسي جرګه کې د هرات استازي خليل احمد شهيدزاده وويل: "که څه هم اوسمهال د سلما بند امنيت خوندي دى، خو بيا هم ځينې لاسونه ياد بند ته د زيان اړولو لپاره کار کوي."

د هغه په وينا، هغه هېوادونه چې د افغانستان له اوبو ګټه اخلي؛ په افغانستان کې د سولې او ثبات ټينګښت نه غواړي.

د سلما بند؛ چې د هرات ولايت په چشت ولسوالۍ کې د هند په مالي ملاتړ جوړ شوى، د روان کال په غبرګولي مياشت کې د ولسمشر محمد اشرف غني او د هند لومړي وزير نرينداره مودي په شتون کې ګټې اخيستو ته وسپارل شو.

د هندي چارواکو د معلوماتو پر بنسټ، د سلما بند چې د ياد هېواد د شا وخوا ٣٠٠ مليون ډالره په بلاعوضه مرستې جوړ شوى، د ٤٢ ميګاواټه برېښنا د توليد ترڅنګ؛ د ٨٠ زره هکټاره ځمکې د خړوب زمينه هم مساعده کړې ده.

ورته راپورونه:


Download “Pajhwok” mobile App, on your smartphone to read and access latest news, features, interviews, videos and photos about Afghanistan.

   

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement