د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

ولسمشر د هرات لس سيمه ييز چارواکي ګوښه کړل

ولسمشر د هرات لس سيمه ييز چارواکي ګوښه کړل

Feb 15, 2017 - 16:14

هرات (پژواک، ٢٧ سلواغه ٩٥): د هرات اسلام کلا په بندر کې د سرحدي پوليسو شپږ چارواکي او د ترانسپورت ادارې څلور ستر مديران د ولسمشر له فرمان سره سم له دندو ګوښه شول.

د هرات د والي وياند جيلاني فرهاد پژواک ته وويل چې ياد شپږ چارواکي د سرحدي پوليسو د درېيم کنډک قوماندان، د اسلام کلا نظامي کميسار، مرستيال کميسار، د کشف مدير، د ترانسپورټ مدير، د اسلام کلا په بندرکې د ساتنې بلوک مدير او د هرات د ترانسپورټ ادارې څلور ستر مديران دي چې په دندو کې د غفلت له امله د ولسمشر له فرمان سره سم ګوښه شول.

نوموړي زياته کړه چې د يادو مسوولينو له ګوښه کولو څخه وروسته د ولسمشر له فرمان سره سم نوي کسان وګومارل شول.

د نوموړي په وينا، خلکو د يادو مسوولينو له لوري د بډو اخيستو او له واک څخه د ناوړه ګټې اخيستنې په اړه شکايتونه وکړل چې دا موضوع د پلاوي له لوري وڅېړل شوه او ياد چارواکي د ولسمشر د فرمان له مخې ګوښه کړل شول.

د يادو چارواکوګوښه کېدل په داسې حال کې ترسره کېږي چې تل خلکو په ځانګړې توګه د هرات- اسلام کلا پر لويه لار موټر چلوونکو، د اسلام کلا بندر ځينو مسوولينو او د لويې لارې پوليسو له لوري له بډو اخيستو څخه شکايت درلود.

ورته راپورونه:


Download “Pajhwok” mobile App, on your smartphone to read and access latest news, features, interviews, videos and photos about Afghanistan.

   

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement