د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

په هرات کې د ترافيکي پېښې له امله ١٦ تن ټپيان شول

پېښې

ارشيف

په هرات کې د ترافيکي پېښې له امله ١٦ تن ټپيان شول

Feb 19, 2017 - 12:31

هرات(پژواک، د کب لومړۍ نېټه ٩٥): په هرات ولايت کې د يوې ترافيکي پېښې له امله ١٦ کسان ټپيان شوي دي.

د هرات حوزوي روغتون وياند رفيق شيرزي، نن د کب په لومړۍ نېټه پژواک خبري اژانس ته وويل چې پرون ماښام يو مسافر وړونکى موټر له کابل څخه  هرات ته روان و چې د ادرسکن ولسوالۍ په (شابد) سيمه کې له يوه ټيلر موتر سره يې  ټکر  وکړ.

 نوموړى زياتوي چې په دې پېښه کې ١٦ کسان ژوبل شوي چې په ټپيانو کې درې ښځې، دوه ماشومان او ١١ نارينه شامل دي.

شيرزى وايي چې ټول ټپيان د هرات حوزوي روغتون کې بستر شوي او روغتايي وضعيت يې ښه دى.

ويل کېږي چې دغه مسافر وړونکى موټر د احمدشاه ابدالي شرکت اړوند دى چې له کابل  څخه  يې د هرات پر لور حرکت کړى و.

 په ورته وخت کې د هرات ولايتي شورا مشر کامران عليزى وايي چې ترانسپورټي شرکتونو څه موده وړاندې له دې شورا سره ژمنه کړې وه چې ګړندى تګ او بې احتياطي به نه کوي او ترافيکي قوانين به په پام کې نيسي.

عليزي پژواک ته وويل چې تېره  ورځ د کابل- هرات لويې لارې په اوږدو کې دوه ترافيکي پېښې وشوې، که   چلوونکو په خپله ژمنه عمل نه وي کړى، د اړوندو شرکتونو مسوولين به څارنوالۍ ته ور وپېژني.

د ويلو ده چې دوه ورځې وړاندې هم د هلمند ولايت اړوند  د کندهار- هرات لويې لارې په اوږدو کې د يوې ترافيکې پېښې په سبب ٣٠ او تېره ورځ په غزني ولايت کې د ورته پېښې په سبب ٣٥ کسانو ته مرګ ژوبله واوښته.

ورته راپورونه:


Download “Pajhwok” mobile App, on your smartphone to read and access latest news, features, interviews, videos and photos about Afghanistan.

   

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement