د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

د کال له پيله تر اوسه په هرات کې ١٧٤ کسان ترور شوي

د کال له پيله تر اوسه په هرات کې ١٧٤ کسان ترور شوي

Feb 27, 2017 - 16:21

هرات ښار (پژواک، ٩ کب ٩٥): د هرات ولايتي شورا په دغه ولايت کې له امنيتي تشې خبر ورکوي او وايي چې د روان کال له پيله تر دې دمه په دغه ولایت کې څه باندې ١٧٤ کسان ترور شوي دي.

د هرات ولايتي شورا د امنيتي کمېټې مشر ډاکتر مهدي حديد نن (د کب ٩مه) په دغه ولايت کې د ترور د پېښې په اړه اندېښنه څرګنده کړه او پژواک خبري اژانس ته يې وويل چې د ١٧٤ کسانو له ډلې يې ٣٨ کسان د سياسي او پاتې نور يې د شخصي دښمنيو پر بنسټ ترور شوي دي.

هغه زياته کړه: ((په ټوله کې دا وژنې ښيي چې په هرات ولايت کې يوه امنيتي تشه شتون لري.))

د حديد د معلوماتو له مخې، په تېره يوه مياشت کې په هرات ولايت کې څه باندې ٧ کسان ترور شوي دي.

حديد له کورنيو چارو وزارته وغوښتل چې د هرات د پوليسو ستونزو ته پاملرنه وکړي او د ترور مخنيوى يې وکړي.

نوموړي وويل: ((د وروستو نا امنيو له امله د هرات امنيه قوماندانۍ د سه شنبې په ورځ ولايتي شورا ته استجوابوو، د هرات ولايتي شورا له لوري به مناسبې کړنلارې هم ورکړل شي.))

په ورته وخت کې د هرات د حوزوي روغتون وياند محمد رفيق شيرزي پژواک ته وويل چې د روان کال له پيل نه تر اوسه څه باندې ٥٠ کسان وژل شوي او څه باندې درې سوه ټپيان چې د مرمۍ په وسيله ترور شوي او په دې روغتون کې ثبت شوي دي.

هغه وويل: ((په هرات کې د ترور پېښو د وژل شوو او ټپي شوو تر منځ پوځي منسوبين هم شامل دي، خو زيات يې ملکي وګړي دي.))

په ورته وخت کې د هرات امنيه قوماندانۍ وياند عبدالاحد ولي زاده پژواک ته وويل چې په تېره يوه مياشت کې څه باندې ٢٧٠ کسان د ترهګريزو بريدونو، وسله والو بريدونو، وژنو، تښتونې، اخلاقي فساد او د نشه يي توکو د تښتونې په تور نيول شوي دي.

د هغه په خبره، له دې کسانو څو مېله بېلابېلې وسلې تر لاسه شوې دي.

د هرات د پوليسو وياند وويل چې په يوه تازه پېښه کې تېره ورځ درې کسان د ترور په تور د پوليسو له لوري ونيول شول.

هغه زياته کړه: ((دغو کسانو غوښتل چې د پيسو له بدل کې افراد ترور کړي، خو له دغه کار وړاندې ونيول شول.))

د هرات پوليس له داسې حال کې د خپلو لاسته راوړنو خبره کوي چې د دغه ولايت اوسېدونکي امنيتي بنسټونه په بې کفايتۍ تورنوي او وايي چې هغوى د ښار د امنيت خوندي کولو په برخه کې هېڅ پروګرام نه لري.

د ګذرې ولسوالۍ د ولسي شورا مشر محمد قاسم فقيري پژواک ته وويل چې د هرات امنيتي وضعيت ورځ په ورځ خرابېږي.

هغه زياته کړه: ((په دې وروستيو کې هره ورځ په هرات کې د افرادو د ترور شاهدان يو، د امنيتي ځواکونو له لوري هېڅ امنيتي تدابير نه وينو.))

فقيري والي و امنيتي ځواکونه په بې کفايتۍ تورن کړل او زياته يې کړه: ((زموږ ګاونډيان هم زموږ د هېواد په اړه ښه نيت نه لري.))

د هرات يوه بل اوسېدونکي اسمعيل رحيمي پژواک ته وويل: ((خلک تر پزې راغلي، له غندلو او غبرګون ستړى شوي، بايد جدي عمل وشي.))

هغه د حکومت له چارواکو وغوښتل چې په هرات ښار کې د ترهګريزو پېښو د مخنيوي په موخه جدي او بنسټيز اقدامات وکړي.

له بلې خوا د چارو شنونکي د امنيتي ځواکونو، عدلي او قضايي ارګانونو کمزوري په هرات کې د ترهګرو د پياوړتيا له مهمو لاملونو بولي.

په هرات کې سياسي کارپوه عبدالقادر کامل پژواک ته وويل: ((په ټوله کې امنيتي ځواکونه دنده لري چې له قانون ساتنه وکړي، په ټولنه کې نظم راولي، د ترور او سرغړونې پر وړاندې مبارزه وکړي، خو کله چې په دې چاره کې پاتې راشي، د ترور پېښې زياتې شي، دا خپله د امنيتي ځواکونو، اجرايي او قضايي قوې د کمزورۍ نښه ده))

کامل زياته کړه چې د ترور پېښو په زياتوالي سره د امنيتي ځواکونو پر وړاندې د خلکو باور پيکه کېږي.

په هرات ولايت کې د ترور پېښو د زياتوالي خبره په داسې مهال کېږي چې دغه ولايت د هېواد له امنو ولايتونو شمېرل کېږي.

ورته راپورونه:


Download “Pajhwok” mobile App, on your smartphone to read and access latest news, features, interviews, videos and photos about Afghanistan.

   

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement