د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

"د غزني محکمه نیول کېدونکي مجرمین له سزا پرته خوشي کوي"

"د غزني محکمه نیول کېدونکي مجرمین له سزا پرته خوشي کوي"

Mar 05, 2017 - 15:21

غزني (پژواک، ١٥ کب ٩٥): د غزني ځيني مسوولين او اوسېدونکي ادعا کوي چې د امنيتي ځواکونو له لوري نيول شوي مجرمين تر لنډ وخت وروسته بېرته د محکمې له لوري خوشي کېږي.

خو د غزني محکمه بيا ټينګار کوي چې په دې برخه کې بايد اسناد ورته وړاندې شي.

د غزني د ولايتي شورا رييس خالقداد اکبري د کب په ١٥مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې په دې سختو شرايطو کې د پوليسو له لوري وسله وال طالبان، غله، انسان تښتوونکي او نور مجرمين نيول کېږي، خو د محکمې له لوري بېرته خوشي کېږي.

هغه زياتوي: ((محکمه او څارنوالي د زورواکو د فشار او يا هم اداري فساد له امله نيول شوي کسان بېرته خوشي کوي.))

اکبري د يوې پوښتنې په ځواب کې وويل: ((زه اوس اسناد په لاس کې نه لرم، خو دغه خبره ټولو ته لکه لمر معلومه ده.))

د غزني ښار اوسېدونکي محمد رحيم بيا پژواک ته وويل چې خپل تره يې د پيسو په مقابل کې له بند څخه خلاص کړى دى.

دى زياتوي: ((تره مې يو کس په موټر وهلى و او هغه کس مړ شوى و، نو په تره مې څو کاله بند ختلی و؛ يو کس مو پيدا کړ، دوه لکه پاکستانۍ کلدارې مو ورکړې، تره مې يې را خوشی کړ.))

د اړوندې موضوع په اړه د غزني والي عبدالکريم متين پژواک ته وويل چې په دې اړه تر اوسه چا ورته شکايت نه دى کړى.

هغه وايي: ((په غزني کې خلک خپله دولتي کارکوونکو ته د خپل قانوني کار د ترسره کولو لپاره پيسې ورکوي چې دا هېڅ ښه کار نه دى؛ خو که څوک د رشوت اخيستو په اړه اسناد لري، نو له موږ سره دې شريک کړي.))

والي له خلکو وغوښتل چې د اداري فساد په مخنيوي کې له حکومت سره همکاري وکړي.

په دې اړه د غزني د محکمې رييس سکندر حيدري پژواک ته وويل: ((زه دا خبرې نه ردوم او نه يې هم تاييدوم، خو که د ولايتي شورا رييس او يا هم کوم بل څوک اسناد لري، موږ سره دې شريک کړي.))

نوموړي له خلکو وغوښتل چې د رشوت اخيستو پر مهال دې له دوى او يا هم د ولايت له مقام سره اړيکه ونيسي.

خو په غزني کې د سولې عالي شورا د ولايتي کمېټې مشر خليل هوتک بيا وايي، په پوليسو او څارنوالۍ کې د مجرم لپاره سمه دوسيه نه جوړېږي.

ده وويل: ((داسې يو شى جوړوي چې له مخې يې محکمه اړه ده مجرم خوشی کړي.))

د غزني تر څنګ د هېواد د نورو برخو په عدلي او قضايي ارګانونو کې هم ورته ستونزې شته او خلکو په دې برخه کې په وار وار شکايتونه کړي خو تر اوسه يې مثبته پايله نه ده لرلې.

ورته راپورونه:


Download “Pajhwok” mobile App, on your smartphone to read and access latest news, features, interviews, videos and photos about Afghanistan.

   

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement