د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

اسماعيل خان: ترکمنستان طالبانو ته وسلې ورکوي

اسماعيل خان: ترکمنستان طالبانو ته وسلې ورکوي

Mar 08, 2017 - 19:58

کابل (پژواک ١٨ کب ٩٥): د هرات پخوانى والي او بانفوذه جهادي څېره اسماعيل خان وايي، ترکمنستان له طالبانو سره اړيکې لري او دې ډلې ته وسلې ورکوي.

اسماعيل خان، دغه موضوع نن په هرات کې د خبري ناستې پر مهال څرګنده کړه.

هغه زياته کړه، د ترلاسه شوو راپورونو پر بنسټ، ترکمنستان له طالبانو سره اړيکې لري او په هرات کې موجوده طالبانو ته د ياد هېواد له پولې وسلې راوړل کېږي.

د هرات پخواني والي څرګنده کړه، چې ياده موضوع يې د ترکمنستان له بهرنيو چارو وزير سره هم شريکه کړې او له هغه يې غوښتي، چې دې موضوع ته لاسرسى وکړي.

اسماعيل خان وويل: "ما د ترکمنستان د بهرنيو چارو له وزير وغوښتل، چې ستاسو له سرحدونو هرات ته وسلې راځي او وېشل کېږي، بايد جدي پاملرنه ورته وکړئ او طالبانو ته د دې کار اجازه مه ورکوئ."

نوموړي په دې اړه له ډېرو جزئياتو وړاندې کولو پرته وويل، د افغانستان او ترکمنستان د پولې ترمنځ د سرحدي پوليسو يواځې دوه پوستې موجودې دي، چې دغه پوستې د دې پولې د امنيت ټينګښت لپاره کفايت نه کوي.

نوموړي ورته مهال د ملي يووالي پر حکومت هم نيوکه وکړه او ويې ويل: "د وسله والو طالبانو دوه قوماندانان ملا ننګيالى او ملا نيازى چې اوسمهال هم له امنيتي ځواکونو سره په نښته کې دي، موټرونه يې د دولت له لوري سکورټ او ساتل کېږي."

د اسماعيل خان په وينا، له طالبانو سره د حکومت دا ډول چلند خطرناک دى.

په هرات کې د ترکمنستان قونسلګرۍ خبريالانو ته په رالېږل شوي پيغام کې، د افغانستان په چارو کې د ياد هېواد هر ډول لاسوهنه رد کړې او ويلي يې دي، چې د اسماعيل خان ادعا بې اساسه ده.

د هرات د والي وياند جيلاني فرهاد له طالبانو د ترکمنستان هېواد ملاتړ او په شينډنډ ولسوالۍ کې د دولت له لوري د وسله والو مخالفينو له دوه قوماندانانو د ملاتړ په اړه د اسماعيل خان له لوري شوې ادعا ته له اشارې پرته دغه خبره رد کړه.

هغه پژواک ته وويل، امنيتي ځواکونو هر مهال د هرات په بېلابېلو ولسواليو کې وسله وال مخالفين ځپلي دي.

يو شمېر سرچينو ويلي، دغه دوه قوماندان د ملا رسول په مشرۍ له طالبانو جلا شوې ډلې پورې اړوند دي، چې د ملا هبت الله تر مشرۍ لاندې وسله والو طالبانو پر وړاندې جګړه کوي.

افغانستان او ترکمنستان شاوخوا ٧٤٠ کيلومټره شريکه پوله لري، چې يوه برخه يې له هرات ولايت تېريږي.

ورته راپورونه:


Download “Pajhwok” mobile App, on your smartphone to read and access latest news, features, interviews, videos and photos about Afghanistan.

   

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement