د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

په هرات کې د نا قانونه وسلو شتون د نا امنۍ لامل شوى

په هرات کې د نا قانونه وسلو شتون د نا امنۍ لامل شوى

Mar 12, 2017 - 14:47

هرات (پژواک، ٢٢ کب ٩٥): د هرات ځينو چارواکو او اوسېدونکو د نامسوولو کسانو سره د ناقانونه وسلو د شتون په اړه اندېښنه ښودلې او هغه يې په دغه ولايت کې د نا امنۍ لامل وبللې.

د هرات ولايتي شورا د امنيتي کمېټې مشر ډاکتر مهدي حديد وويل چې له خلکو سره د وسلو شتون، پېر او پلور په هرات کې د وروستيو نا امنيو يو لامل دى او دوام به يې خطرناک وي.

هغه زياته کړه: ((هغه وژنې چې په پرله پسې ډول د دغو وسلو له لارې ترسره شوې، څرګندوي چې دا وسلې د خلکو په لاس کې په پرېمانه ډول شتون لري او کولى شي چې په راتلونکي کې خطر جوړوونکي وي.))

د حديد په خبره، هر شخص چې له ځان سره وسله لېږدوي، سربېره پر دې چې جواز ولري، بايد ثبت هم شي.

د هرات ولايتي شورا د امنيتي کمېټې مشر د اندېښنې په څرګندولو سره وويل چې په ښار کې ګڼ شمېر وسلې وېشل شوې او د ښار په ځينو برخو کې يې په نا قانوني ډول پېر او پلور هم روان دى.

په ورته وخت کې د هرات يو شمېر اوسېدونکو هم له نا مسوولو وسله والو سره د وسلو د شتون په اړه اندېښنه ښودلې او له دولتي چارواکو يې غوښتي چې له يادو کسانو وسلې را ټولې کړي.

د هرات اوسېدونکي شريف احمد پژواک ته وويل: ((له خپل دولت نه غواړو چې زموږ له ولايت نه نا قانونه وسلې ټولې کړي، اوس چې هر څوک ګورې نا قانونه وسله لري، خو کارت يې ورسره نشته.))

د هرات يوه بل اوسېدونکي بصير نېکخواه وويل: ((ډېر کسان مې وليدل چې له ځان سره له وېرې پرته وسلې ګرځوي، حتى د همدې وسلو په زور په لارو کوڅو کې له لارويانو بايسکلونه او پيسې اخيستل شوي دي.

په ورته وخت کې د هرات د امنيې قوماندانۍ وياند عبدالاحمد ولي زاده له پژواک سره په خبرو کې له نا مسوولو کسانو سره د وسلو د شتون پخلى وکړ، خو په دغه ولايت کې د وسلې د پېر او پلور خبره رد کړه.

نوموړي وويل: ((دا چې هېڅ ډول وسله نشته، دا موضوع نه ردوم، وسله شته ده، خو نه پوهېږم چېرته ده چې موږ يې ضبط کړو، له خلکو سره وسلې شته دي.))

يو شمېر کارپوهان پر دې باور دي چې د ناقانونه وسلو شتون به د دې لامل شي چې نا امنۍ ورځ تر بلې پراختيا ومومي.

د سياسي چارو کارپوه عبدالقادر کامل پژواک ته وويل: ((زما په باور تر هغو چې په هرات ولايت کې د نا امنۍ توليدوونکي وسايل شته وي، وضعيت په همداسې دوام ولري، ترهګري، ترور، تښتونې او ځنځيري وژنې به همداسې دوام ولري.))

په هرات ولايت کې د نا قانونه وسلو په اړه د خلکو اندېښنې داسې مهال مطرح کېږي چې تېره ورځ د سرحدي پوليسو د پنځم کنډک د دويمې لوا د استخباراتو امر او يو د جومات ملا امام، په هرات ښار کې د وسله والو له لوري ووژل شول.

دا په داسې حال کې ده چې په اکثره مواردو کې په هرات کې ترور او وژنې د نا پېژانده وسله والو د تودو او نا قانونه وسلو په کارونه ترسره شوې.

ورته راپورونه:


Download “Pajhwok” mobile App, on your smartphone to read and access latest news, features, interviews, videos and photos about Afghanistan.

   

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement