د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

خلک : د کندهار د معروف ولسوالۍ د ۳۳ ښوونځیو معاشونه شخصي جېبونو ته ځي

خلک : د کندهار د معروف ولسوالۍ د ۳۳ ښوونځیو معاشونه شخصي جېبونو ته ځي

Mar 26, 2017 - 14:25

کندهار (پژواک، ٦ ورى ٩٦): د کندهار د معروف ولسوالۍ اوسېدونکي وايي چې په دې ولسوالۍ کې هېڅ ښوونځی نشته، خو د لسګونو ښوونځيو په نوم راتلونکي معاشونه شخصي جېبونو ته ځي.

خو چارواکي د خلکو دا څرګندونې ردوي او وايي چې په دې ولسوالۍ کې ښوونځي پرانیستي دي او زرګونه ماشومان په کې زده کړې کوي.

معروف د کندهار له مرکز څخه ۱۹۰ کیلومتره لرې ډیورنډ فرضي کرښې ته څېرمه پرته ولسوالي ده چې اوسېدونکي یې د ژوند د نورو اسانتیاوو تر څنګ د پوهنې له خدماتو هم بې برخې دي.

د دې ولسوالۍ اوسېدونکي وايي، چارواکي په دې ولسوالۍ کې د لسګونو ښوونځیو د شتون ادعا کوي خو عملاً هېڅ هم نشته.

د معروف ولسوالۍ د اسحاقزو کلي اوسېدونکي دارو خان پژواک خبري اژانس ته وویل، کلونه کېږي چې د ولسوالۍ د اوسېدونکو ماشومان له زده کړو بې برخې دي، خو هېڅوک یې هم غم نه خوري.

دی وايي، د حیرانتیا ځای دا دی چې په دې ولسوالۍ کې د لسګونو ښوونځیو د شتون ادعا کېږي، په داسې حال کې چې یو ښوونځی هم نشته.

ده وويل: ((هغوی چې وس لري خپل اولادونه یې د زده کړو لپاره کندهار، کابل او یا کوېټې ته لېږلي دي، خو هغه چې ناوسه دي ماشومان یې پسونه څروي او یا په باغونو کې کار کوي.))

د ده په وینا، په دې ولسوالۍ کې په داسې حال کې ښوونځي نشته چې د نورو ولسوالیو په پرتله یې اوسېدونکي له زده کړو سره مینه لري، خو دلته څوک د چا نه اوري.

دی وايي، په دې ولسوالۍ کې وسله وال طالبان هم له ښوونځیو سره غرض نه لري، خو بیا هم ښوونځي د ماشومانو پر مخ تړلي دي.

د همدې ولسوالۍ د شېخزو کلي اوسېدونکی نصرالله وايي، کلونه کېږي په دې ولسوالۍ کې ښوونځي تش په په نوم دي، خو د ښوونکو په نوم معاشونه اخیستل کېږي او د زورورو خلکو اکاونټونو ته ځي.

دی وايي، د معروف ولسوالۍ د پوهنې اوسنی مدیر په خپله په کندهار ښار کې اوسېږي، اولادونه یې همالته زده کړې کوي، که په دې ولسوالۍ کې ښوونځي پرانیستي وي، نو بیا د پوهنې مدیر ولې پر خپلو اولادونو په ولسوالۍ کې زده کړې نه کوي.

هغه پژواک اژانس ته وويل چې په خپله د ولسوالۍ د پوهنې مدیر، د ولسوالۍ چارواکو، تش په نوم قومي مشرانو او ملکانو د خپلو شخصي ګټو لپاره د ولسوالۍ ښوونځي بند ساتلي، څو د ښوونکو په نوم معاشونه د دوی اکاونټونو ته ور روان وي.

دی وايي، دا چې معروف ولسوالۍ د کندهار له یخو سیمو ده او د لمریز کال له پیل سره په کې ښوونیز کال هم پیلېږي؛ نو خپل غږ پورته کوي څو دغه کال بیا د تېرو کلونو په څېر ښوونځي بند پاتې نه شي او مسوول چارواکي یې د پرانیستلو غم وخوري.

د يادې ولسوالۍ د محمدزو کلي اوسېدونکی نعمت الله وايي، په سیمه کې یې د دارو نیکه په نوم لیسه شته، خو یوازې هغه وخت زده کوونکي ورته راغوښتل کېږي چې کله د نظارت په نوم یو پلاوی راځي.

دی وايي، د دې لپاره چې د پوهنې اړوندو ادارو ته وښودل شي چې ګواکې دغلته ښوونځي پرانیستي دي، نو د ماشومانو د راټولېدو ویډیوګانې جوړېږي او بیا مسوولو چارواکو ته ښودل کېږي.

د ده په خبره، ډېر مهال داسې هم کېږي چې له یوې سیمې بلې ته ماشومان په تراکتورونو کې وړل کېږي، څو په هره سیمه کې د همدغو ماشومانو په وسیله وښودل شي چې د ټولو سیمو ښوونځي پرانیستي دي.

دی وايي، ان د امنیتي پوستو قوماندانانو ته هم د ښوونکو په نوم په اخیستل کېدونکي معاش کې ونډه ورکول کېږي.

د معروف ولسوالۍ اوسېدونکی او د کندهار د ولایتي شورا غړی جانان ګلزی هم وايي چې دغلته یوه لېسه او له ۳۰ زیات لومړني ښوونځي شته چې چارواکي یې د فعالیت ادعا کوي، خو له یوه یا دوو ښوونځیو پرته چې نیمه فعال دي، نور ټول تړلي دي.

ګلزي پژواک اژانس ته وویل، له همدې امله د معروف ولسوالۍ اوسېدونکي اړ شوي چې خپل اولادونه کندهار ښار ته د زده کړو لپاره راولېږي او دلته په هغو لیلیو کې و اوسېږي چې د نا امنو ولسوالیو د زده کوونکو لپاره جوړې شوې دي.

دی وايي، د معروف ډېرو زده کوونکو د مالي نا توانۍ له امله ان ځانونه په یتیمانو کې نیولي او دغلته په ځینو دارالایتامونو کې استوګنه او زده کړه کوي.

ده هم وویل چې د معروف ولسوالۍ د ښوونځيو د ښوونکو په نوم معاشونه اخیستل کېږي خو زورواکي چې پخواني قوماندانان، ملکان، ملایان او نور دي، په خپل منځ کې یې وېشي.

دی وايي، څو ځلې یې دغه ستونزه د کندهار د والي او د مرکزي چارواکو تر غوږونو رسولې چې په دې لړ کې د کندهار والي د څو میاشتو لپاره د معروف د ښوونکو معاشونه هم وځنډول.

خو د ده په خبره، د دې ولسوالۍ د پوهنې مدیر هغه کسان د ښوونکو او قومي مشرانو په نوم ولایت ته وروستل چې د اخیستل کېدونکي معاش ونډه وال وو، له همدې امله والي مجبور شو د هغوی بند شوي معاشونه بیرته پيل کړي.

ګلزي دا هم وویل چې څه موده مخکې په دې اړه اجراییه رییس ډاکټر عبدالله عبدالله ته هم ورغلی و، دی وايي: ((اجرايیه رییس ته مې وویل چې د پوهنې وزارت خو تا ته په سهم کې در رسېدلی، یا په معروف ولسوالۍ کې ښوونځي خلاص کړئ او یا په دغو پیسو چې د معروف د ښوونکو په نوم راوځي، په کندهار ښار کې ورباندې لیلې جوړې کړئ چې د دغې ولسوالۍ زده کوونکي په کې و اوسېږي او خپلې زده کړې وکړي.))

خو دی زیاتوي چې هېچا هم په دې برخه کې اقدام و نه کړ.

خو د معروف ولسوالۍ د پوهنې مدیر مولوي محمد شفیق دا نه مني چې ګواکې په دې ولسوالۍ کې دې ښوونځي غیر فعال وي.

نوموړي پژواک اژانس ته وویل، یوازې د ګوتو په شمېر څو کسان چې ځانونه د معروف ولسوالۍ اوسېدونکي ګڼي، خو په تېرو پنځلسو کلونو کې دغې ولسوالۍ ته نه دي تللي، ادعا کوي چې ګواکې دغلته هيڅ ښوونځی فعال نه دی.

دی زیاتوي: ((په معروف ولسوالۍ کې تېر کال د یوې لیسې په ګډون ۳۵ لومړني ښوونځي عملاً فعال دي چې ۱۱ زره ۲ سوه او ۷۰ تنو زده کوونکو ته د ۶۳۸ ښوونکو له خوا تدریس کېږي چې د اجیرانو په بڼه په دندو ګومارل شوي دي.))

دی وايي، اصلي ستونزه دا ده چې دغلته یوازې دوه ښوونځي ودانۍ لري چې هغه په اوس په ډېر خراب حالت کې دي، خو نور ښوونځي د کلیو او بانډو د ونو تر سیوري لاندې، د خلکو په هوجرو او یا جوماتونو کې دي.

ده هم وویل چې د کندهار د والي ډاکټر همایون عزیزي له خوا د دې ولسوالۍ د ښوونکو معاشونه بند شوي وو، وروسته د پوهنې ریاست د حقیقت معلومولو لپاره ولسوالۍ ته یو پلاوی ولېږه او ډېرې ورځې یې نظارت وکړ، خو بیا هم معاشونه بند وو.

 

دی وايي، وروسته د معروف له ۳۰۰ څخه زیات قومي مشران، ملا امامان، ښوونکي او مخورو کندهار ته راغلل، پوره درې ورځې یې د احتجاج په توګه د پوهنې له رییس او والي سره ولیدل، بالاخره ولایتي اداره مجبوره شوه چې د ښوونکو بند معاشونه اجرا کړي.

نوموړي د هغو خلکو په ځواب کې چې ګواکې دغلته یو ښوونځی هم پرانیستی نه دی، وویل ایا درې سوه تنه قومي مشران، ښوونکي، ملا امامان او نور په دروغو یوه خوله کېدای شي؟

دی وايي، په معروف ولسوالۍ کې یې د ښوونځیو لپاره د ودانیو د جوړولو لپاره هڅې کړي او د پنځو ښوونځیو لپاره د ودانیو جوړولو هم منظور شوي خو عملي اقدام ځکه نه دی شوی چې مرکز د پوهنې ریاست ته بودیجه نه ورکوي.

د کندهار د پوهنې سرپرست رییس محب الله قادري هم ورته څرګندونې کوي او وايي، د خلکو د هغو اندېښنو په پایله کې چې ګواکې په دې ولسوالۍ کې ټول ښوونځي غیر فعال دي، د کندهار د والي په غوښتنه د معروف د ټولو ښوونکو معاشونه ځنډولي وو.

هغه پژواک اژانس ته وویل، دا اقدام د دې لپاره شوی و څو ډاډ تر لاسه شي چې په دې ولسوالۍ کې رښتیا هم ښوونځي فعال دي او که نه.

نوموړى زياتوي، د کندهار د والي په غوښتنه یو پلاوي ولسوالۍ ته ولېږل شو چې د ولسوالۍ د ولسوال، امنیه قومندان، د ملي امنیت د مدیر، د قومي مشرانو او ملاامامانو سره یو ځای حقیقت معلوم کړي.

د ده په وینا، نه یوازې پلاوي بلکې د ولسوالۍ چارواکو او بانفوذه کسانو هم تاييد کړه چې دغلته ښوونځي فعال دي، خو بیا هم د بشپړ ډاډ د تر لاسه کولو پورې معاشونه ځنډېدلي وو.

خو دی وايي، وروسته د ولسوالۍ له ۳۰۰ څخه زیات قومي مشران، ملکان، ملا امامان او ښوونکي کندهار ته راغلل، دغلته یې د کندهار له والي سره ولیدل، هغوی هم هغه معلومات وړاندې کړل کوم چې لېږل شوي پلاوي دوی ته ورکړي وو.

قادري زیاتوي، په همدې بنسټ د معروف ولسوالۍ د ښوونکو معاشات بیرته پيل شول، خو د کندهار والي سپارښتنه وکړه چې معاشات دې د ولسوالۍ د پوهنې د مدیریت له خوا نه، بلکې د یوه مختلط پلاوي له خوا ووېشل شي چې د درغلیو مخنیوی وشي.

دی وايي، په دې لړ کې د ولسوالۍ د پوهنې له پرسونل څخه د ۹۶ تنو نومونه حذف شول چې په غیر اصولي توګه یې معاشونه تر لاسه کول.

نوموړي زياته کړه: ((د پوهنې وزارت له کړنلارې سره سم زموږ اصول دا ایجابوي، هغه څه چې زموږ د نظارت او تفتیش ټیم او د ولسوالۍ بانفوذه خلک یې تایید کړي، موږ ته د منلو وړ دي.))

د پوهنې رییس وایي، په معروف ولسوالۍ کې د ښوونځیو د نه فعالیت ګونګسې او اوازې د هغو له خولې راوځي چې په حقیقت خبر نه دي.

د ده په خبره، هغوی چې په دې ډول خبرو اذهان مغشوشوي او د پوهنې بهیر نور هم بحران ته بیايي، دوی حاضر دي چې هلته د تګ زمینه ورته برابره کړي او د دوی له پلاوي سره ګډ نظارت او تفتیش وکړي.

د کندهار د والي ویاند صمیم خپلواک هم وايي چې د والي له خوا د حقیقت موندلو په موخه د څو میاشتو لپاره د معروف ولسوالۍ د ښوونکو معاشونه ځنډولي وو.

هغه پژواک خبري اژانس ته وویل، د حقیقت تر موندلو وروسته پرېکړه وشوه چې د دغې ولسوالۍ معاشونه دې بیرته اجرا شي خو د یوه ګډ پلاوي له خوا دې په خپله په ولسوالۍ کې پر ښوونکو ووېشل شي.

د ځینو پلاوو د موندنو پر بنسټ په کندهار کې ۲۲۴ ښوونځي تړلي دي، په داسې حال کې چې د پوهنې ریاست په دې ولایت کې د تړلو ټولو ښوونځیو شمېر ۱۵۰ ښيي.

د پوهنې وزارت د پلان ریاست په دې ولایت کې د تړل ښوونځیو شمېر ۱۵۸ یادوي، خو د کندهار د ملي امنیت ریاست بیا د تړلو ښوونځیو شمېر ۱۴۹ ښودلی دی.

په همدې بنسټ د ځینو پلاوو د موندنو له مخې په معروف ولسوالۍ کې ۳۳ ښوونځي غیر فعال دي .

 

ورته راپورونه:


Download “Pajhwok” mobile App, on your smartphone to read and access latest news, features, interviews, videos and photos about Afghanistan.

   

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement