د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

سرچينه: حکومت د څلور کلن امنيتي پلان تصويبولو لپاره امنيتي چارواکي له لاسه ورکول نه غواړي

سرچينه: حکومت د څلور کلن امنيتي پلان تصويبولو لپاره امنيتي چارواکي له لاسه ورکول نه غواړي

Mar 26, 2017 - 11:32

کابل (پژواک، ٦ ورى ٩٥):  د ارګ او ولسي جرګې تر منځ د امنيتي سکتور د وزيرانو پر استيضاح  شخړه زياته شوې او ولسمشر نن بيا د ولسي جرګې له لوړپوړي پلاوي سره ليدلي دي.

دا په داسې حال کې ده چې پرون د ولسي جرګې يو شمېر غړو ادعا کړې وه چې ولسمشر د امنيتي چارواکو د استيضاح په صورت کې د دې جرګې لغوه کولو ګواښ کړى، خو ولسمشرۍ ماڼۍ بيا دغه څرګندونې بې بنسټه بولي.

ولسي جرګې تېره اونۍ په کابل کې د سردار داوود خان پر څلور سوه بستريز روغتون له بريد وروسته د ملي دفاع وزير ډګر جنرال عبدالله حبيبي، د کورنيو چارو وزير ډګر جنرال تاج محمد جاهد او د ملي امنيت د عمومي مشر محمد معصوم ستانکزي د استيضاح پرېکړه وکړه.

په دغه بريد کې ٤٩ کسان وژل شوي او ٥٠ نور ټپيان شوي دي، خو د ولسي جرګې يو شمېر غړو ويلي چې په ياد بريد کې ١٧٠ کسان وژل شوي او شاوخوا ١٥٠ نور ټپيان دي.

د ياد بريد مسووليت د داعش په نوم وسله والې ډلې پر غاړه اخيستى و.

د ولسي جرګې يوې سرچينې د وري په ٦مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې نن سهار په ولسي جرګې د پارلماني ګروپونو مشران، د کمېسيونونو رييسان او اداري پلاوي له ولسمشر اشرف غني سره په ارګ کې وکتل.

د سرچينې په وينا، ولسمشر له ولسي جرګې غواړي چې د امنيتي سکتور د وزيرانو استيضاح تر يوې مياشتې پورې وځنډوي.

سرچينه زياتوي، ولسمشر دريځ خپل کړى، چې راتلونکې مياشت د افغانستان لپاره د دفاعي او امنيتي پلوه ډېر مهم دى، ځکه چې حکومت څلور کلن امنيتي پلان تصويبوي او په دې برخه کې د امريکا ملاتړ ترلاسه کوي.

بلخوا ارګ ته نږدې سرچينې وايي، ټاکل شوې ده چې ددغه امنيتي پلان د ملاتړ لپاره لوړ  پوړى امريکايى پلاوى هم په نږدې ورځو کې کابل ته سفر وکړي.

خو  د ولسي جرګې يادې سرچينې وويل چې وکيلان به له ولسمشر څخه غواړي چې له قانون سره سم د سلب صلاحيت شوو وزيرانو پر ځاى نوي کانديد وزيران ورته معرفي کړي.

د سرچينې د معلوماتو له مخې، تېره اونۍ د پنجشنبې په ورځ ولسمشر د ولسي جرګې لومړى مرستيال همايون همايون راغوښتى و او په جرګه کې د حکومت ضد د هغه د وروستيو څرګندونو په اړه يې ورسره تُند بحث کړى دى.

د سرچينې د معلوماتو له مخې، دغه راز ولسمشر د ولسي جرګې دويم مرستيال حاجي نذيراحمدزي سره هم ليدلي دي.

بلخوا د ولسي جرګې منشي قادر ځاځي نن پژواک اژانس ته ومنله، چې  اداري پلاوي نن يو ځل بيا ولسمشر سره کتلي دي.

د هغه په وينا، ډېر ژر به وکيلان په دې اړه معلومات د يوې ليدنې په ترڅ کې له ولس سره شريک کړي.

د ولسي جرګې لومړي مرستيال همايون همايون چې پرون يې د جرګې مشري پر غاړه درلوده او د اداري پلاوي په استازيتوب يې له ولسمشر سره ليدنه کړې ، غونډې ته وويل چې استيضاح د ولسي جرګې قانوني حق دى او د درېيو امنيتي چارواکو د استيضاح په اړه د جرګې پرېکړه پرځاى کار دى.

نوموړي پرون له ولسمشر سره د خپلې ناستې په اړه جزئيات وړاندې نه کړل او د جرګې نننۍ ناسته د هغه په غوښتنه د تړلو دروازو تر شا ترسره شوه.

ورته راپورونه:


Download “Pajhwok” mobile App, on your smartphone to read and access latest news, features, interviews, videos and photos about Afghanistan.

   

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement