د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

په ارغنداب کې د یوې لېسې د ودانۍ جوړولو چارې پیل شوې

په ارغنداب کې د یوې لېسې د ودانۍ جوړولو چارې پیل شوې

Apr 09, 2017 - 17:59

کندهار (پژواک، ٢٠ ورى ٩٦): د کندهار په ارغنداب ولسوالۍ کې د بابا ولي لېسې لپاره د ودانۍ جوړولو چارې پیل شوې.

د دغې لېسې د ودانۍ جوړولو د بنسټ ډبرې ايښودلو په غونډه کې د کندهار ولایت مرستیال عبدالحنان منیب پژواک خبري اژانس ته وویل، دغه ودانۍ د ۸ درسي خونو، کمپیوټر لیب، لابراتوار او دوه اداري خونو په لرلو په ۹۰۰ متره مربع ځمکه کې د شپږو میاشتو په موده کې جوړېږي.

هغه زیاته کړه، د ودانۍ په جوړولو ۱۰ میلیونه او ۷ سوه زره افغانۍ لګښت راځي چې د نړیوال بانک له خوا ورکول کېږي.

د ده په خبره، د ودانۍ له جوړېدو وروسته به زده کوونکي د زده کړې لپاره ښه چاپېریال ولري او مخکينۍ ټولې ستونزې به یې حل شي.

منیب خبر وکړ، په روان زېږدیز کال کې په پلان کې لري چې د کندهار ښار په ګډون په یو شمېر هغو ولسوالیو کې ښوونځیو ته ودانۍ جوړې کړي چې زده کوونکي یې په خېمو کې زده کړې کوي.

د کندهار د پوهنې رییس محب الله قادري وویل، په بابا ولي لېسه کې اوسمهال ۷۰۰ زده کوونکي په زده کړو بوخت دي او د شپې لېسه هم په کې فعاله ده.

ده زیاته کړه، هڅه کوي د پوهنې په برخه کې شته ستونزې حل کړي او خدمات معیاري کړي.

نوموړي په دې لړ کې د ۳۲۹ زره ټوکه کتابونو یادونه وکړه چې د ولایت مقام په هڅو کندهار ته رارسېدلي او ژر به د هغو ښوونځیو پر زده کوونکو ووېشل شي چې د کتابونو له کمښت سره مخامخ دي.

ده دغه راز وویل، په نږدې راتلونکي کې به ۸۰۰ مېزونه او ۸۰۰ څوکۍ هم کندهار ته راوړل شي.

د ارغنداب ولسوال حاجي شاه محمد احمدي وویل، په ارغنداب کې د بابا ولي لېسې لپاره د ودانۍ جوړولو یو مهم اقدام دی چې له ډېره وخته د دې ولسوالۍ د خلکو غوښتنه وه.

ده يادونه وکړه چې دغلته ډېر ښوونځي ودانۍ او د احاطې دېوالونه نه لري، دغه راز د مسلکي ښوونکو او درسي لوازمو له کمښت سره هم مخ دي، چې باید په اړه يې اقدام وشي.

ارغنداب کندهار ښار ته نږدې ولسوالۍ ده چې د چارواکو په وینا، په تشکيل کې یې ٢٢ ښوونځي دي او ټول پرانیستي چې شاوخوا ٤٥٠٠ زده کوونکي په کې زده کړې کوي.

ورته راپورونه:


Download “Pajhwok” mobile App, on your smartphone to read and access latest news, features, interviews, videos and photos about Afghanistan.

   

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement