د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

د کندهار په شاولیکوټ کې تړل شوي درې ښوونځي بېرته فعال شول

د کندهار په شاولیکوټ کې تړل شوي درې ښوونځي بېرته فعال شول

Apr 10, 2017 - 17:20

کندهار (پژواک، ۲۱ وری ۹۶): د کندهار په شاولیکوټ ولسوالۍ کې هغه درې ښوونځي بیا پرانیستل شول چې له اوږدې مودې راهیسې د نا امنیو له امله تړل شوي وو.

د دغو ښوونځیو په پرانیستل کېدو سره سلګونو هغو زده کوونکو ته د زده کړې زمینه برابره شوه چې د زده کړې له نعمته بې برخې وو.

د کندهار د پوهنې رییس محب الله قادري د دغو بندو ښوونځیو د پرانیستې لپاره نن (د وري ۲۱مه) دغې ولسوالۍ ته ورغلی و.

قادري پژواک خبري اژانس ته وویل، یاد شوي درې ښوونځي مخکې د دې ولسوالۍ په چغتو، چنار او کندلانو سیمو کې فعال وو چې کلونه وړاندې د جګړو او ناامنیو له امله وتړل شول.

ده زیاته کړه، اوس دغه ښوونځي له یادو شوو سیمو د دې ولسوالۍ د بابړانو سوزني، مردوزي او کلا سیمو ته را ولېږدول شول او همدلته د زده کوونکو پر مخ پرانیستل شول چې امنیت یې ښه دی.

د ده په وینا، د دغو ښوونځیو په پرانیستلو سره د یادو شوو کلیو ۴۵۰ تنه زده کوونکو ته د زده کړې زمینه برابره شوه او دغه شمېره به پسې لوړه شي.

قادري وویل، د پوهنې ریاست هڅې پیل کړې چې په ولسوالیو کې بند ښوونځي پرانیستل شي او ماشومانو ته د زده کړې اسانتیا برابره شي.

د شاولیکوټ ولسوال حاجي عبدالغني وايي، خلک به وهڅوي چې نه یوازې د پرانیستل شوو ښوونځیو ساتنه وکړي، بلکې خپل ماشومان هم ورته راولېږي.

یاد شوي بند ښوونځي وروسته له هغه د شاولیکوټ له ناامنو سیمو څخه امنو سیمو ته رالېږدول کېږي چې د دې ولسوالۍ اوسېدونکو او مخورو یې غوښتنه وکړه.

د شاولیکوټ ولسوالۍ د شورا مشر حاجي ظاهر جان پژواک خبري اژانس ته وویل، په دې ولسوالۍ کې د ښوونځیو د تړل کېدو له امله زرګونه ماشومان او نجونې له زده کړو بې برخې دي.

هغه زیاته کړه، څه موده مخکې یې د ولایتي ادارې له چارواکو غوښتي وو چې تړل شوي ښوونځي دې د دې ولسوالۍ په هغو سیمو کې فعال کړي چې امنیت یې ښه دی.

د یادونې ده، په شاولیکوټ کې ټولټال ۱۷ ښوونځي شته چې اوس یې د نوو پرانیستل شوو ښوونځیو په ګډون د فعالو ښوونځیو شمېر ۵ ته لوړ شو، خو ۱۲ ښوونځي لا هم تړلي دي.

دا په داسې حال کې ده چې د کندهار د ۱۷ ولسوالیو له ډلې په ۳ ولسوالیو غورک، رېګستان او ښورواک کې هيڅ ښوونځی نشته چې له امله يې د دغو ولسوالیو زرګونه ماشومان له زده کړو بې برخې دي.

د کندهار د پوهنې ریاست مسوولین وايي، په دغو ولسوالیو کې د ناامنیو، د کدرونو د نشتوالي او یو شمېر نورو ستونزو له امله نه دي توانېدلي چې ښوونځي پرانیزي.

کندهار په تشکیل کې ۵۷۳ ښوونځي لري چې ۴۲۰ یې فعال او ۱۵۳ یې غیر فعال دي.

ورته راپورونه:


Download “Pajhwok” mobile App, on your smartphone to read and access latest news, features, interviews, videos and photos about Afghanistan.

   

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement