Status message

د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

کندهار ښاروال د ښاروالانو د نړیوال پارلمان غړیتوب تر لاسه کړ

کندهار ښاروال د ښاروالانو د نړیوال پارلمان غړیتوب تر لاسه کړ

Apr 11, 2017 - 17:53

کندهار (پژواک، ۲۲ وری ۹۶): کندهار ښاروال د ښاروالانو د نړیوال پارلمان Global Parliament of Mayors (GPM) غړیتوب تر لاسه کړ.

یاد شوی پارلمان د نړۍ په کچه د ښاروالانو د وړتیاوو لوړولو او د ښارونو لپاره د ستراتېژیو او پالیسیو جوړولو لوړه هسته ده.

په دې اړه د کندهار ښاروالۍ ویاند زمري څرګند پژواک خبري اژانس ته وویل، د هېواد په تاریخ کې لومړی ځل دی چې د کندهار ښاروال انجنیر روښان ولسمل د ښاروالانو د نړیوال پارلمان غړیتوب تر لاسه کوي.

ده زیاته کړه، د ښاروالانو نړیوال پارلمان د نړۍ په کچه د ښاروالیو وړتیاوې لوړوي او په ګډه د ښارونو لپاره ستراتېژۍ او پالیسۍ جوړوي چې په همدې موخه منظمې ناستې لري.

د ده په خبره، له افغانستان څخه د دغه پارلمان غړیتوب کندهار ښاروال تر لاسه کړی دی.

دی وايي، د یاد شوي پارلمان غړیتوب به د کندهار ښاروالۍ پر فعالیتونو او پرمختیايي چارو مثبت اغېز  وکړي.

نوموړي وویل: ((له دې لارې به موږ وکړای شو د کندهار ښار انځور نړیوالو سازمانونو او ټولنو ته وړاندې کړو او له هغوی څخه د ډېرو مهمو پروژو لپاره بودیجه تر لاسه کړو.))

څرګند وايي، کندهار ښاروالي د دې تر څنګ د ښارونو او سیمه ییز پلان جوړوونکو د نړیوال سازمان (ISOCaRPP) او د پایدارو ښارونو د نړیوال سازمان (ICLEI) غړیتوب هم لري.

کندهار ښاروالۍ په داسې حال کې د یادو شوو نړیوالو ټولنو غړیتوب تر لاسه کوي چې د خلکو په باور  تر بل هر وخت یې په پرمختیایي برخه کې فعالیتونه او کارونه محسوس دي.

د کندهار ښار  د لومړۍ ناحیې یوه اوسېدونکي حاجي عبدالهادي پژواک خبري اژانس ته وویل، د انجنیر روښان ولسمل په راتلو نه یوازې د کندهار ښاروالۍ عواید لوړ شوي، بلکې تر بل هر وخت یې پرمختیايي چارې ګړندۍ کړي او خلکو ته یې اسانتیاوې برابرې کړې دي.

ده وویل، همدا اوس د کندهار ښار په بېلابېلو برخو کې د ښاروالۍ د میلیونو افغانیو په بودیجه پرمختیايي کارونه روان دي چې په لنډ وخت کې به د ښار څېره ورسره بدله شي.

نوموړي د ښاروالانو په نړیوال پارلمان کې د کندهار ښاروال په غړیتوب خوښي وښوده او ویې ویل چې په دې توګه به کندهار ښار د نړۍ له ښارونو سره ونښلول شي او د هغوی له تجربو به دلته کار واخیستل شي.

د یادونې ده چې د ښاروالانو پارلمان د نړیوالې ډیموکراټیکې حکومتولۍ یوه ګډه طرحه   او د ګډ ښاري غږ یو نړیوال مایکروفون دی چې د ۲۰۱۶زېږدیز کال په سپټمبر میاشت کې د هالنډ په هاګ ښار کې د نړۍ د ټولو لویو او کوچنیو ښارونو د ښاروالانو له خوا جوړ شو.

ورته راپورونه:


Download “Pajhwok” mobile App, on your smartphone to read and access latest news, features, interviews, videos and photos about Afghanistan.

   

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement