د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

هند په کندهار کې په لمریزه برېښنا سمبال ۳۰۰ ژورې څاګانې وهي

هند په کندهار کې په لمریزه برېښنا سمبال ۳۰۰ ژورې څاګانې وهي

Apr 12, 2017 - 19:27

کندهار (پژواک، ۲۳ وری ۹۶): په کندهار کې د هندوستان جنرال کونسل نریندرپال سنګ وايي، د دې ولایت کروندګرو ته په لمریزه برېښنا سمبال ۳۰۰ ژورې څاګانې وهي.

د کندهار د والي ویاند صمیم خپلواک پژواک خبري اژانس ته وویل، د هند جنرال کونسل دغه څرګندونې نن د وري په ۲۳مه د کندهار له والي ډاکټر محمد همایون عزیزي سره په لیدنه کې وکړې.

نریندرپال سنګ وویل، هېواد یې غواړي د کندهار له اوسېدونکو سره د کرنې د ودې او د څښلو لپاره د پاکو اوبو د لاسرسي په برخه کې مرسته وکړي.

هغه د کندهار له والي وغوښتل، څو دوی ته هغه سیمې په نښه کړي چې اوسېدونکي او کروندګر یې اوبو ته اړتیا لري.

د ده په خبره، هغوی به په بېلابېلو سیمو کې ۳۰۰ ژورې څاګانې ووهي چې په لمریزه برېښنا به سمبال وي.

سنګ د دې تر څنګ یادونه وکړه چې خلکو ته یې د ویزو په ورکړه کې هم ګڼې اسانتیاوې رامنځ ته کړي او په دې برخه کې نور کار هم کوي.

د کندهار د والي ډاکټر محمد همایون عزيزي د هند له جنرال کونسل څخه مننه وکړه او ويې ویل، د هند او افغانستان اړیکې ډېرې پراخې دي او دغه هېواد تل له افغان ولس سره مرسته کړې ده.

هغه زیاته کړه، د ۳۰۰ څاګانو وهلو لپاره به ولایتي اداره پلان جوړ کړي او په داسې سیمو کې به ووهل شي چې هم د خلکو اړتیا پوره کړي او هم تر ځمکې لاندې د اوبو کچه ټیټه نه شي.

د یادونې ده چې په کندهار کې اوسمهال د ځمکو د خړوبولو لپاره یواځې یوه سرچینه د دهلې بند شته چې د دې ولایت د اوو ولسوالیو ځمکې خړوبوي، خو په ډېرو ولسوالیو او سیمو کې خلک د اوبو له کمښت سره مخ دي.

په دې لړ کې د کندهار امنیه قومندان جنرال عبدالرازق هم په ډنډ او دامان ولسوالیو کې په خپل لګښت د ۳۰۰ ژورو څاګانو د کېندلو لړۍ پیل کړې چې تر دې مهاله د لسګونو څاګانو د جوړولو چارې بشپړې شوي دي.

ورته راپورونه:


Download “Pajhwok” mobile App, on your smartphone to read and access latest news, features, interviews, videos and photos about Afghanistan.

   

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement