د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

طالبانو په لوګر کې یو هلک او نجلۍ سنګسار کړي

طالبانو په لوګر کې یو هلک او نجلۍ سنګسار کړي

Apr 17, 2017 - 16:45

پل علم (پژواک، ٢٨ ورى ٩٦): د لوګر په محمداغې ولسوالۍ کې طالبانو دوه کسان د نامشروع اړيکو په تور سنګسار کړل.

د لوګر د والي وياند سليم صالح د وري په ٢٨مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې وسله والو طالبانو د محمد اغې ولسوالۍ په اب بازک سيمه کې هلک او نجلۍ د نا مشروع اړيکو په تور صحرايي محکمه کړي دي.

ده وويل: ((طالبانو یاد ځوان او پېغله تر څېړنو وروسته د کلي په يوه دښته کې د خلکو پر وړاندې سنګسار کړي دي.))

صالح وايي چې امنيتي ځواکونو هم په اړوند برخه کې پلټنې پيل کړې او هڅه کوي چې صحرايي محکمه کوونکي ونيسي.

دغه راز د اب بازک سيمې اوسېدونکي قيوم پژواک ته وويل چې پرون مازديګر يو شمېر وسله والو طالبانو يو هلک او نجلې د خلکو پر وړاندې سنګسار کړل.

هغه زياته کړه: ((زه خپله هلته حاضر وم، طالبانو اول له خلکو څخه ټيلېفونونه ټول کړل او بيا يو مشر طالب امر وکړ چې په تيږو يې و ولې، خلکو هم تر هغې و ويشتل چې دواړه مړه شول.))

هڅه مو وکړه په دې اړه د طالبانو نظر هم واخلو، خو اړيکه ورسره ټينګه نه شوه.

اب بازک د کابل ښار سوېل ته په ٢٥ کيلومترۍ د لوګر ولايت د محمد اغې ولسوالۍ پورې اړوند سيمه ده چې کنټرول يې له وسله والو طالبانو سره دى.

ورته راپورونه:


Download “Pajhwok” mobile App, on your smartphone to read and access latest news, features, interviews, videos and photos about Afghanistan.

   

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement