د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

کندهار کې د کوکنار اړولو کمپاین له ټاکلي هدف مخکې پای ته رسېدلی

کندهار کې د کوکنار اړولو کمپاین له ټاکلي هدف مخکې پای ته رسېدلی

Apr 20, 2017 - 16:58

کندهار (پژواک، ۳۱ وری ۹۶): په کندهار کې د کوکنار اړولو کمپاین د ۱۴۵۰ جریبه ځمکې په پاکولو سره پای ته رسېدلی، په داسې حال کې چې له نشه يي توکو سره د مبارزې وزارت د ۱۵۰۰ هکتاره ځمکې هدف ټاکلی و چې له کوکنارو به پاکېږي.

د کوکنار اړولو کمپاین په روانه میاشت (د وري ۱۶مه) پیل شوی و او تېره ورځ (د وري ۳۰مه) پای ته ورسېد.

په کندهار کې له نشه يي توکو سره د مبارزې رییس ګل محمد شکران پژواک خبري اژانس ته وویل، د کوکنار اړولو کمپاین پنځلس ورځې وړاندې د دغه ولایت په څلورو ولسوالیو ژېړۍ، پنجوايي، ارغنداب او میوند ولسوالیو کې پیل شوی و چې تېره ورځ پای ته ورسېد.

هغه زیاته کړه، له نشه يي توکو سره د مبارزې وزارت ورته د ۱۵۰۰ هکتاره ځمکې هدف ټاکلی و چې د کوکنارو له کښت څخه به پاکېږي، خو دوی شاوخوا ۱۴۵۰ جریبه ځمکه له کوکنارو پاکه کړې ده.

د ده په خبره، د کوکنار اړولو کمپاین ځکه د ټاکلي هدف له پوره کولو مخکې پای ته ورسول شو چې په یادو سیمو کې د کوکنارو نېښ وهل او حاصلات ټولول پیل شول.

دی وايي، اصلي ستونزه دا وه چې له نشه يي توکو سره د مبارزې وزارت ورسره د کوکنارو د اړولو لپاره د بودیجې او وسایلو هېڅ راز مرسته ونه کړه چې له همدې امله کمپاین ناوخته پیل شو او د هدف له پوره کولو وړاندې نیمګړی پای ته ورسول شو.

شکران وویل، اوسنی کمپاین هم د ولایتي ادارې په امکاناتو ترسره شوی دی.

دا چې سږ کال په کندهار کې څومره کوکنار کرل شوي وو، له نشه يي توکو سره د مبارزې رييس وویل، په دې اړه لا هم کره معلومات ځکه نشته چې په دې اړه د UNODC نړيوالې ادارې له خوا پيل شوې سروې نه ده بشپړه شوې.

خو ده ومنله چې په تخمیني توګه په دغه ولایت کې پر ۴۰ زره هکتاره ځمکه کوکنار کرل شوي دي.

شکران وویل، د کندهار په هغو سیمو کې چې امنیت یې په نسبي توګه ښه دی، کم کوکنار کرل شوي خو په هغو سیمو کې ډېر کرل شوي چې ناامنه دي او د وسله والو او قاچاق وړونکو فعالیتونه په کې زیات دي.

د ده په خبره، د نشه یي توکو د کر او قاچاق ډېره ګټه وسله والو ته رسېږي او د دوی لپاره ښه عایداتي سرچینه ده چې په وسیله یې په هېواد کې جګړه پر مخ وړ کېږي.

د کندهار د ژېړۍ، پنجوايي، میوند او ځینو نورو ولسوالیو اوسېدونکي کروندګر وايي، د کوکنارو په کرلو خوشحاله نه دي، خو غربت، د کافي اوبو نشتوالي او نورو ستونزو کوکنارو کرلو ته اړ کړي دي.

نظر محمد د پنجوايي ولسوالۍ هغه اوسېدونکی دی چې کوکنار یې د کمپاین په ترڅ کې اړول شوي دي.

ده پژواک اژانس ته وویل، د اولادونو د رزق لپاره یې د بشپړ کال خواري خاوري شوه.

دی وايي، دغه ظلم دی چې حکومت په ځینو برخو کې د خلکو کوکنار واړول او په ځینو برخو کې یې پرېښودل.

د ده په خبره، که حکومت له کروندګرو سره د بديل معيشت، اوبو لګولو او بازارموندنې په برخو کې مرستې وکړي نو خلک به هېڅکله کوکنار ونه کري.

چارواکي هم وايي، که د کرنې د ودې لپاره کار وشي، د خلکو روا کښتونو ته بازار وموندل شي، ځوانانو ته کار پیدا شي او پرمختیايي پروژې پلې شي نو د کوکنارو د کښت کچه به صفر ته راټيټه شي.

له نشه يي توکو سره د مبارزې وزارت وايي، سږ کال د هېواد په کچه د کوکنارو په کر کې ۱۰ سلنه ډېروالی راغلی دی.

ورته راپورونه:


Download “Pajhwok” mobile App, on your smartphone to read and access latest news, features, interviews, videos and photos about Afghanistan.

   

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement