د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

مرتضوي: د شاهين قول اردو د بريد په اړه څېړنې پيل شوې دي

مرتضوي: د شاهين قول اردو د بريد په اړه څېړنې پيل شوې دي

Apr 23, 2017 - 17:14

کابل(پژواک، ٣ غويى ٩٦): حکومت په بلخ کې د ٢٠٩ شاهين قول اردو د پېښې په اړه د څېړنو له پيل خبر ورکړى او وايي چې د يادې قول اردو له هر هغه منسوب نه به څېړنې وشي چې په دې پېښه کې ښکېل وي او يايې ناغېړي او کمزورى مديريت د پېښې سبب شوى وي.

 د ولسمشر د مطبوعاتي دفتر سرپرست شاه حسين مرتضوي چې نن يې په کابل کې يوې خبري ناستې ته خبرې کولې، وويل چې د٢٠٩ شاهين قول اردو د پېښې څېړنې په موخه يو کمېسيون جوړ شوى چې خپلې موندنې به له څېړنو وروسته له رسنيو سره شريکې کړي.

 هغه زياته کړه:((که چېرته په څېړنو کې ثابته شوه چې د قول اردو قوماندان او ددغه قول اردو هر منسوب په يوه ډول پېښه کې ښکېل و يا يې دنده کې ناغېړي کړې وه، وبه نه بښل شي.))

نوموړي وويل چې ولسمشر له ٢٠٩ شاهين قول اردو نه د ليدنې پر مهال لارښوونه وکړه چې د ټپيان د درملنې او د شهيدانو له کورنيو سره د مرستې لپاره له خپلو ټولو مالي امکاناتو ګټه اخلي.))

د نوموړي په خبره، ددغه پېښې له مجرمانو به جدي څېړنې وشي، کوم ټپيان چې درملنه يې د مزار په روغتونونو کې ممکنه نه وي، مرکز او له هېواده بهر استول کېږي.

 مرتضوي وويل چې ولسمشر امنيتي ارګانونو ته لارښوونه کړې چې د پوځي اډو امنيت په منظم ډول ونيول شي، ځکه چې وسله وال مخالفين تر ډېره په بېلابېلو طريقو سره په حساسو ځايونو بريد کوي.

د ارګ مطبوعاتي دفتر سرپرست زياته کړه:((طالبان او ترهګر په يوازې ډول نه شي کولى چې دا ډول عمليات په دې اندازه تر سره کړي، بايد يوه منظمه دولتي شبکه يې شاته وي، موږ په افغانستان کې په عملي ډول يوه کورني نه، بلکې نړيوال جنګ کې را ښکېل يو، د نړۍ په نيابت جګړه کوو، د سيمې او له سيمې بهر هېوادونه دې زموږ شرايط درک کړي.))

نوموړي همدارنګه وويل چې په وروستيو کلونو کې د جګړې ماهيت بدلون موندلى، نن ترهګرې ډلې او د نشه يي توکو مافيا يو بل ته لاس ورکړى او هېواد يې نا امنه کړى دى.

 هغه وويل چې امنيتي ځواکونه له دښمنانو سره د مبارزې پياوړې اراده لري:((له ترهګرو او د هېواد له دښمنانو سره د مبارزې لپاره زموږ دريځ ډېر روښانه دى، هغوى چې د خلکو پر ضد يې وسله اخيستې، د امنيتي ځواکونه له بريد سره به مخ شي.))

مرتضوي په دې اړه چې ولې هغه ترهګرې ډلې چې په زندان کې دي نه اعدامېږي؟ وويل له شک پرته چې ولسمشر د هغو ترهګرو په اړه چې بې رحمانه جنايات او وژنې يې کړې، دوه زړى نه دى.

نښه: 

ورته راپورونه:


Download “Pajhwok” mobile App, on your smartphone to read and access latest news, features, interviews, videos and photos about Afghanistan.

   

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement