د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

ننګرهار کې پر امريکايي ځواکونو ځانمرګى بريد شوى

ننګرهار کې پر امريکايي ځواکونو ځانمرګى بريد شوى

May 01, 2017 - 16:01

جلال اباد (پژواک، ١١ غويى ٩٦): په ننګرهار ولايت کې پر بهرنيو ځواکونو ځانمرګى بريد شوى دى.

د ننګرهار د والي وياند عطاءالله خوږياڼي د غويي په ١١مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې دغه ځانمرګى بريد د يوه سوزوکي موټر په وسيله نن له غرمې وروسته شاوخوا درې بجې وشو.

هغه زياته کړه چې ځانمرګي بريدګر د بټي کوټ ولسوالۍ د باريکاب په سيمه کې د امريکايي ځواکونو د ګزمې پر موټر بريد کړى دى.

خوږياڼي وويل، د دغه بريد په ترڅ کې يوازې ځانمرګی بريدګر وژل شوی او بهرنيانو ته په کې کوم زيان نه دی اوښتی.

د بټي کوټ ولسوال حاجي غالب دغه ځانمرګى بريد تاييد کړ او ويې ويل چې د بهرنيو ځواکونو يو پوځي موټر لږ زيانمن شوى خو مرګ ژوبله يې نه لرله.

په کابل کې د امريکايي ځواکونو مطبوعاتي ياده پېښه تاييد کړه، خو په دې اړه يې نور معلومات نه درلودل.

وسله والو طالبانو د دې بريد مسووليت منلى او ويلي يې دي، چې په دې بريد کې يې يو شمېر امريکايانو ته مرګ ژوبله اړولې ده.

ورته راپورونه:


Download “Pajhwok” mobile App, on your smartphone to read and access latest news, features, interviews, videos and photos about Afghanistan.

   

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement