د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

جنرال رازق: ځينې کړۍ له رسنيو سره د ۷۰يمې لسیزې د حالاتو په څېر چلند کوي

جنرال رازق: ځينې کړۍ له رسنيو سره د ۷۰يمې لسیزې د حالاتو په څېر چلند کوي

May 03, 2017 - 17:34

کندهار ، جلال اباد (پژواک، ۱۳ غويی ۹۶): د کندهار امنیه قوماندان وايي، ځینې خلک او کړۍ له رسنیو سره د ۷۰یمې لسیزې د حالاتو په څېر چلند کوي او غواړي د خلکو لیدلوری هماغه حالت ته بوځي.

جنرال عبدالرازق دغه څرګندونې دغويي په ١٣مه، د بیان دازادۍ د ورځې په نمانځغونډه کې وکړې چې د کندهار پریس کلب او کندهار مېشتو خبریالانو لخوا جوړه شوې وه.

په دې غونډه کې د امنیه قوماندان تر څنګ د ولایت مالي اواداري مرستیال عبدالحنان منیب، د کندهار پوهنتون رییس ډاکټر حضرت مير توتاخېل، د ولایتي شورا غړو، خبریالانو او یو شمېر نورو مسوولینو ګډون کړی وو.

جنرال رازق وویل، له رسنیو سره د ځینو خلکو او ځینې کړیو رویه د۷۰یمې لسیزې د حالاتو په څېر ده، خو نوموړي په دې برخه کې په ښکاره د چا نوم یاد نه کړ.

خو ده زیاته کړه، موږ په ټول توان د رسنیو تر شا ولاړ یوو او هیچا ته اجازه نه ورکوو چې موږ بیا هماغې د ۷۰یمې لسیزې حالت ته ستانه کړي.

نوموړي رسنۍ د دولت او خلکو تر منځ یو پول وګاڼه او ويې ویل: ((دولت د هېواد هر فرد او کور ته رسيدګي نه شي کولای، خو دا کار رسنۍ کولای شي چې د خلکو غږ تر موږ پورې او زموږ غږ تر خلکو ورسوي.))

امنیه قوماندان ټول ولس ته د بیان د ازادۍ د نړیوالې ورځې مبارکي وویله او ویې ویل، هر څوک د وینا او بیان د ازادۍ حق لري، خو د ټاکل شوو اصولو په چوکاټ کې چې هېوادنیو او ملي ارزښتونه زیانمن نه کړي.

خو ده له ځینو رسنیو ګیله هم وکړه چې د کندهار اوسنی انځور د څو کلونو مخکې په څېر ښيي چې دغه څه دې سیمې ته په سیاسي، اقتصادي او نورو برخو کې زیانونه اړولای شي.

نوموړي د خپلو خبرو په دوام ومنله چې په ځینو بېړنیو حالاتو کې خبریالانو ته پر وخت معلومات نه دي ورکړل شوي چې هغه دا یوه مجبوري وبلله، خو یادونه یې وکړه چې ټول امنیتي ارګانونه له رسنیو او خبریالانو سره همکار دي.

ده وویل، امنیتي ارګانونه نه یوازې رسنیو ته پر وخت معلوماتو ورکولو ته ژمن دي، بلکې هغه ټول تهدیدونه او ګواښونه به هم له منځه وړي چې هغوی ورسره مخ دي.

نوموړي دغه راز ژمنه وکړه چې د کندهار پریس کلب د ودانۍ په جوړولو کې به مرسته کوي.

د کندهار ولایت مالي او اداري مرستیال عبدالحنان منیب هم خبریالانو ته ډاډ ورکړ چې هیڅ یوه اداره به له رسنیو معلومات نه پټوي او په دې لړ کې یې ټولو ادارو ته سپارښتنه وکړه چې له خبریالانو سره دې پر وخت معلومات شریک کړای شي.

د کندهار د اطلاعاتو او فرهنګ رییس حضرت ولي هوتک وویل، د بیان ازادي د خلکو حق دی، خو دیني او ملي ارزښتونو ته نه پامرنه بیا د بیان د ازادۍ د اصولو د ماتولو په مانا ده.

هوتک د کندهار پوهنتون سړک د رسنیو په نوم کړ او ټولو ته یې مبارکي ورکړه.

د کندهار پریس کلب مشر او ځینو نورو خبریالانو په خپلو ویناوو کې معلوماتو ته نه لاسرسی، د بېلابېلو کړیو له خوا سانسور او ګواښونه د خبریالانو د عمده ستونزو په توګه یادې کړې او له اړوندو چارواکو یې د مخنیوي غوښتنه وکړه.

د غونډې په پای کې یو شمېر چارواکو او خبریالانو ته ستاینلیکونه هم ورکړل شول.

په کندهار کې دا مهال دوه تلوېزیونونه، ۱۴ راډیوګانې او څلور چاپي رسنۍ فعالیت کوي چې شاوخوا ۱۷۰ کسان په کې کار کوي چې له دې ډلې ۳۰ تنې یې ښځینه دي.

د يو بل خبر له مخې، د ننګرهار والي په دغه ولايت کې له خبريالانو سره معلوماتو ته د لاسرسي په برخه کې د همکارۍ ژمنه وکړه او له خبريالانو يې وغوښتل چې د معلوماتو په خپراوي کې مسلکيتوب ته پاملرنه وکړي.

محمد ګلاب منګل دا څرګندونې د غويي په ۱۳مه په جلال اباد ښار کې  د خبريالانو د خونديوب کمېټې له لوري د مۍ مېاشتې ۳مه نېټه يا د مطبوعاتو د ازادۍ نړېوالې ورځې دنمانځغونډې پرمهال وکړې.

په غونډه کې خبريالانو لومړی خپلې ستونزې له والي او اړوندو نورو امنيتي چارواکو سره شرېکې کړې او له هغوی يې د همکارۍ غوښتنه وکړه.

يادې غونډې ته د ننګرهار امنيه قوماندان، د ملي امنيت رييس، په ختيځ کې د ملي اردو، سرحدي پوليسو او عامه نظم پوليسو لواګانو قوماندانان هم وربلل شوي وو او له ټولو يې د ستونزو په برخه کې د همکارۍ ډاډ تر لاسه کړ.

په ننګرهار کې د خبريالانو د خونديتوب کمېټې استازي شېرشاه همدرد وويل، په تېرو درېيو مياشتو کې د دغه ولايت اړوند د خبريالانو پر وړاندې درې پېښې ثبت شوې دي.

هغه زياته کړه: ((نن موږ خبريالانو ته مطبوعاتي واسکټونه ورکړل او دا ورځ مو په دې موخه ونمانځله، چې خبريالانو ته د دوی د ازادۍ په برخه کې له چارواکو ژمنه واخلو.))

د خبریالانو په استازۍ په ننګرهار کې د تهران غږ راډيو خبريال محمد اصف شينواري خبرې وکړې او په بېلابېلو مواردو کې يې د خبريالانو ستونزې له والي او اړوندو نورو مسوولينو سره شريکې کړې.

شينواري وويل، چې لا هم په دغه ولايت کې خبريالان معلوماتو ته د لاسرسي په برخه کې ستونزې لري، د خونديتوب په برخه کې يې هېڅ اقدام نه دی شوی او دغه راز يې خبريالانو ته د پرېس کلب جوړېدو غوښتنه هم وکړه.

د ننګرهار والي محمد ګلاب منګل له خبريالانو سره ژمنه وکړه  چې معلوماتو ته د لاسرسي په برخه کې به ورسره همکار وي او ورته به لرو ساحو کې د راپور ورکولو زمينه برابروي .

هغه وويل، ژورنالېست لکه د ټولنې د نورو غړو په څېر دی، له قانون فوقيت نه لري او بايد د معلوماتو د لاسرسي په برخه کې له خپلو مسلکي اصولو سرغړونه ونه کړي.

والي زياته کړه: ((هېڅ دولتي کارمند ته اجازه نه ورکوو، چې ژورنالېست تحقير کړي او د هغه سپکاوی وکړي؛ خو تاسو هم بايد دا تعهد راسره وکړئ چې له خپل موقف نه به ناوړه ګټه نه پورته کوئ.))

د غونډې پرمهال د خبريالانو د خونديتوب کمېټې له لوري د ننګرهار  والي او د والي وياند ته په دې خاطر ستاينليکونه ورکړل شول  چې خبریالانو سره يې اړيکې ښې پاللې دي.

ورته راپورونه:


Download “Pajhwok” mobile App, on your smartphone to read and access latest news, features, interviews, videos and photos about Afghanistan.

   

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement