د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

ظريف: تاوتريخوالي ته هڅوونکي به خپله د دې پدیدې قرباني شي

ظريف: تاوتريخوالي ته هڅوونکي به خپله د دې پدیدې قرباني شي

May 07, 2017 - 16:17

کابل (پژواک، ١٧ غويى ٩٦): د ايران د بهرنيو چارو وزير وايي چې ايران او افغانستان په خطرناکه سيمه کې موقعيت لري او د پرديو د تحرکاتو له امله له ترهګرۍ او افراطیت سره مخ ده..

د ايران د بهرنيو چارو وزير محمدجواد ظريف نن له افغان چارواکوسره د ليدنې په پار کابل ته راغلی چې د هېواد له بهرنيو چارو سرپرست وزير صلاح الدين رباني سره د يوې ناستې پر مهال یې په افغانستان کې وروستي بريدونه وغندل.

نوموړي زياته کړه:"له بده مرغه موږ او افغانستان په خطرناکه سيمه کې واقع يو، نو ځکه د بهرنيو له لوري له تاوتريخوالي او ترهګریزو پېښو سره مخ يو، د تېر په څېر ترهګري او تاوتريخوالي د پياوړتيا لپاره سيمه کې هڅې روانې دي چې د ټولو پر زيان به وي."

د ايران ياد لوړپوړي چارواکي پر دې موضوع د ټينګار تر څنګ چې ترهګر پر ښه او بد ونه وېشل شي، وويل چې ترهګري، ترور او تاوتريخوالى به یوازې په دې سيمې پورې محدود پاتې نه شي او کومې کړۍ چې تاوتريخوالي او ترهګرۍ ته لمن وهي، يو وخت به خپله هم په کې ښکېل شي.

ظريف زياته کړه چې افغانستان او ايران په خپلو کې د ګډو همکاريو زيات فرصتونه لري، اړينه ده چې له تروريزم سره د مبارزې په برخه کې دواړه هېوادونه همکاري وکړي چې دا همکاري به د افغانستان، ايران ، سيمې او نړۍ په ګټه وي.

هغه د خپلو خبرو په دوام وويل: " د دوست او ورور هېواد افغانستان اقتصاد، ترانزيت، لېږد رالېږد او د بنسټونو پياوړتيا هغه مهمې برخې دي چې کېداى شي د دواړو هېوادونو تر منځ د پراخو همکاريو موضوع وي او موږ په دې برخه کې چمتو يو، څرنګه چې تېرو ٣٨ کلونو کې د افغان ولس تر څنګ ولاړ وو، په راتلونکې کې به هم له دوى سره ودرېږو."

نوموړي د نړيوالو همکاريو په اډانه کې د دواړو هېوادونو له همکارۍ څخه يادونه وکړه ويې ويل: "د ملګرو ملتونو په غونډو کې له ايران څخه د افغانستان له ملاتړ څخه مننه کوو، افغان دولت او ولس ته ډاډ ورکوو چې د ملګروملتونو په غونډو کې به ايران په ټولو برخو کې د افغانستان تر څنګ ولاړ وي او په راتلونکي کې به هم وي."

ياد لوړپوړي ايراني چارواکي هيله مندي وښوده چې له ولسمشر، اجرائیه مشر، د ملي امنيت شورا له سلاکار او... سره د کتنو پر مهال به وکولى شي د دواړو هېوادونو تر منځ اوسمهال او راتلونکي کې د اړيکو پراختيا لپاره د غوره ليدلوري وړاندوينه وشي او د يو منل شوي ميکانيزم له مخې به اړيکې ټينګې کړي.

د بهرنيوچارو سرپرست وزير صلاح الدين رباني د خپلو خبرو پر مهال وويل چې افغانستان او ايران له ګاونډيتوبه ور ها خوا، اسلامي، ديني او ژبنى پيوند لري، نو له دې امله د دواړو هېوادونو دولتونه ځان مکلف بولي څو د سيمې په کچه خپلې سياسي، اقتصادي او امنيتي ګټې د همدې تاريخي پيوندونو په رڼا کې وپالي.

نوموړي وويل چې نننۍ غونډه کې پر مهمو موضوعاتو لکه له تروريزم او ترهګرۍ سره مبارزه، د دواړو هېوادونو تر منځ د اړيکو پياوړتيا او پراختيا او په ځانګړې توګه بېلابېلو اقتصادي برخوکې رغنده خبرې وشوې.

هغه د دغه مطلب په څرګندولو سره چې تروريزم او ترهګري د دواړو هېوادونو له ليدلوري د سيمې او نړۍ سوله او امنيت ګواښي، وويل چې پر شاهين قول اردو له بريد څخه وړاندې د ايران يو شمېر پوله ساتونکي سرتېري هم د تروريستانو له لوري ووژل شول.

د بهرنيو چارو سرپرست وزير زياته کړه:"د دواړو تروريستي بريدونو ريښې او پلان کولو ځاى د دواړو هېوادونو له پولو بهر و او د دواړو بريدونو ترسره کوونکو پټنځايونه مشترک دي، نو ځکه افغانستان د سيمې له نورو هېوادونو څخه غواړي چې ټول د تروريزم مالي سرچينو او تجهيزاتو اصلي ريښو وچولو لپاره ګډ کار وکړي.

رباني د دغه مطلب په څرګندولو سره چې له تاوتريخوالي ډکه ترهګري اسلامي نړۍ ته متوجه ده، وويل چې افغانستان او ايران تل هڅه کړې ده چې ټول اسلامي هېوادونه او نړيوال اسلامي سازمانونه د ترهګرۍ او تروريزم پر وړاندې په مشترک او همغږي ډول مبارزه وکړي.

د بهرنيو چارو سرپرست وزير زياته کړه څو چې د ترهګرو پټنځايونه د سيمې په کچه له منځه ولاړ نه شي، سيمه کې به تلپاتي امنيت را نه شي.

ورته راپورونه:


Download “Pajhwok” mobile App, on your smartphone to read and access latest news, features, interviews, videos and photos about Afghanistan.

   

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement