د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

هرات کې د ګازډبې چاودنې ۲۴ کسانو ته مرګ ژوبله اړولې

پېښې

ارشيف

هرات کې د ګازډبې چاودنې ۲۴ کسانو ته مرګ ژوبله اړولې

May 13, 2017 - 09:06

هرات ښار (پژواک، ٢٣ غويى ٩٦): د هرات ښار په نهمه امنيتي حوزه کې د ګازډبې چاودنې له امله شپږ کسان وژل شوي او ١٨ نور ټپیان دي.

د هرات حوزوي روغتون وياند محمدرفيق شېرزي نن (د غويي ۲۳مه) پژواک خبري اژانس ته وويل چې دا پېښه پرون ماښام اووه بجې د هرات ښار د نهمې امنيتي حوزې په حاجي عباس سيمه کې رامنځته شوې ده.

د هغه په خبره، په دې پېښه کې شپږ کسان وژل شوي او اتلس نور ټپيان دي چې د ټپيانو وضعيت نازک ښودل شوى دى.

په ورته وخت کې د هرات امنيې قوماندانۍ وياند عبدالاحد ولي زاده پژواک ته وويل ياد کسان د ګازډبې په خالي کولو بوخت وو چې دغه پېښه رامنځته شوه.

نوموړي وويل چې په دې پېښه کې شپږ کسان وژل شوي او اووه نور ټپيان دي.

د امنيې قوماندانۍ د وياند په خبره، د شپږو ټپيانو روغتيايي وضعيت نازک دى او د درملنې لپاره بهر ته لېږدول کېږي.

ځينو عيني شاهدانو پژواک ته وويل چې چاودنه تر دې حده زوروره وه چې د پېښې ځاى ته د نږدې کورونو او هټيو ښيښې يې ماتې کړې دي.

د هرات د نهمې ناحيې يوه هټيوال فيروز پژواک ته وويل: ((چاودنه ډېره زروره وه، په خپلو سترګو مې وليدل چې څو ماشومانو غوښتل له نانوايي ووځي، خو د اور لمبو د وتلو اجازه ورنه کړه.))

د يادونې وړ ده چې د روان کال په ترڅ کې دا د ګاز ډبې د چاودنې لومړۍ ستره پېښه ده.

ورته راپورونه:


Download “Pajhwok” mobile App, on your smartphone to read and access latest news, features, interviews, videos and photos about Afghanistan.

   

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement