د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

عبدالله: د چابهار هوکړه ليک تطبيق زموږ لومړيتوب دى

عبدالله: د چابهار هوکړه ليک تطبيق زموږ لومړيتوب دى

May 15, 2017 - 16:20

کابل (پژواک، ٢٥ غويى ٩٦): د حکومت اجرائيه مشر وايي چې د چابهار له بندر څخه د ګټې اخيستنې لومړني کارونه ترسره شوي؛ خو لا هم له دغه بندر څخه د سمې ګټې اخيستنې لپاره يو شمېر کارونه پاتې دي.

د حکومت اجرائیه مشر عبدالله عبدالله چې نن يې په کابل کې د وزيرانو شورا کې خبرې کولې، وويل چې د چابهار هوکړه ليک د حکومت له کاري لومړيتوبونو څخه دي.

نوموړي زياته کړه: "د چابهار له بندر څخه د غوره ګټې اخيستنې لپاره تر اوسه له ايران او هندوستان سره لومړني کارونه ترسره شوي دي؛ خو د لا غوره پلي کېدو او ګټې اخيستنې لپاره يو شمېر کارونه پاتې دي."

هغه وويل چې د پرمختګونو تر څنگ بيا هم د ترانسپورت، ګمرکاتو او مقررو په برخه کې زيات کار ته اړتيا شته.

د حکومت اجرائیه مشر د وزارتونو تر منځ په نه همغږۍ د نيوکې تر څنګ وويل:"نن يوازې پر هغه ميکانيزم چې څه ډول وزارتونو کې په همغږۍ کار ترسره شي، بحث کېږي."

هغه څرګنده کړه کومې دندې چې يو وزارت ته سپارل کېږي، کار په سمه توګه تعقيب او ترسره کېږي؛ خو کله چې څو وزارتونه د يوې موضوع په اړه توظيف کېږي، کارونه يوه اندازه ټکني کېږي.

د چابهار اقتصادي پروژې هوکړه ليک د افغانستان، ايران او هند د تېر کال په لومړيو کې د درې واړو هېوادونو تر منځ لاسليک شو چې د اقتصادي کارپوهانو په باور، د دغه بندر پرانيستل پر اقتصاد، سياست او امنيت د مثبتو اغېزو تر څنګ به د افغان سوداګرو توکو لېږد رالېږد ستونزې هوارې او هر کال به افغانستان ته ميليونونه ډالره عايد ولري.

چابهار بندر د ايران سيستان بلوچستان ايالات کې يوه ازاده سوداګريزه سيمه ده چې د سيمې په کچه ځانګړى اقتصادي موقعيت لري او د توکو لېږد رالېږد په برخه کې خورا اهميت لري.

د افغانستان له لارې مرکزي هېوادونو ته د سوداګريزو توکو لېږد به زياتو هېوادوالو ته په مستقيم او غير مستقيم ډول کاري موکې رامنځته کړي چابهار بندر به له افغان سوداګرو سره چې تل د کراچۍ له بندر څخه د توکو لېږد پر مهال له ستونزو سره مخ وي، مرسته وکړي.

ورته راپورونه:


Download “Pajhwok” mobile App, on your smartphone to read and access latest news, features, interviews, videos and photos about Afghanistan.

   

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement