د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

هلمند کې وسله والو او امنیتي ځواکونو ته مرګ ژوبله اوښتې

هلمند کې وسله والو او امنیتي ځواکونو ته مرګ ژوبله اوښتې

May 17, 2017 - 12:18

لښکرګاه (پژواک، ٢٧ غويی ٩٦): د هلمند په نادعلي ولسوالۍ کې د امنيتي ځواکونو او وسله والو طالبانو تر منځ جګړه شوې چې په ترڅ کې یې طالبانو او امنيتي ځواکونو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د هلمند د والي وياند عمر ځواک د غويي په ٢٧مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې تېره شپه او نن سهار د نادعلي ولسوالۍ په لوى باغ سيمه کې وسله والو طالبانو د امنيتي ځواکونو پر پوستو بريدونه کړي دي.

هغه وايي چې په دغو بريدونو کې يو پوليس وژل شوى، دوه پوليس او يو د ملي اردو سرتېري ټپيان دي.

ځواک وايي چې په دې جګړه کې وسله والو طالبانو ته هم درنه مرګ ژوبله اوښتې خو تر اوسه کره شمېره نه ده ترلاسه شوې.

وسله وال طالبان هم دغه جګړه تاييدوي.

د دې ډلې وياند قاري يوسف احمدي پژواک ته وويل چې په ياده جګړه کې طالبانو د امنيتي ځواکونو اووه پوستې نيولي او ٢٢ امنيتي سرتيري يې وژلي دي.

هغه وايي چې اوس هم په سيمه کې جګړه روانه ده.

دغه راز د يو بل خبر له مخې، د ملي اردو د ځانګړو ځواکونو د مطبوعاتي دفتر له لوري پژواک ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې کومانډو ځواکونو تېره شپه د هلمند په ګرمسېر ولسوالۍ کې د طالبانو څلور مرکزونه نيولي دي.

سرچينې په دې جګړه کې د طالبانو د مرګ ژوبلې په اړه څه نه دي ويلي خو زياته کړې يې ده چې د جګړې پر مهال امنيتي ځواکونو او ملکي خلکو ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې.

د هلمند د والي وياند عمر ځواک هم دغه موضوع تاييدوي.

وسله والو طالبانو د ګرمسېر په اړه تر اوسه څه نه دي ويلي.

هلمند د افغانستان تر ټولو نا امن ولايت دى چې دا مهال يې شپږ ولسوالۍ له طالبانو سره دي او د شپږ نورو يې بيا يوازې مرکزونه د حکومت په کنټرول کې دي.

ورته راپورونه:


Download “Pajhwok” mobile App, on your smartphone to read and access latest news, features, interviews, videos and photos about Afghanistan.

   

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement