د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

ناټو له افغان ځواکونو سره د مرستې په موخه د هلمند عمومي وضعیت ارزوي

ناټو له افغان ځواکونو سره د مرستې په موخه د هلمند عمومي وضعیت ارزوي

Jun 03, 2017 - 11:52

لښکرګاه (پژواک، ١٣ غبرګولى ٩٦): د ختيځې او منځنۍ اسيا لپاره د ناټو ځواکونو عمومي قوماندان وايي چې په هلمند کې د امنيت د ټينګښټ په موخه به د دغه ولايت د چارواکو د غوښتنو په اړه اړينې پرېکړې وشي.

د ختيځې او منځنۍ اسيا لپاره د ناټو ځواکونو عمومي قوماندان جنرال ولټرز پرون ناوخته په لښکرګاه کې د دغه ولايت له چارواکو سره وليدل.

په دې ليدنه کې د هلمند والي حيات الله حيات لومړى د هلمند پر امنيتي وضعيت عمومي خبرې وکړې.

حيات وويل: ((د هلمند جګړه څو مهم اړخونه لري چې ستراتيژيک موقعيت، د نشه يي توکو کاروبار، سیمه ییز استخبارات، پراخې اوبه او کانونه يې بېلګې دي.))

دغه راز نوموړي، په هلمند کې د روانو پوځي عملياتو له مخې د پرمختګونو، فرصتونو او ستونزو، د امنيتي ارګانونو پر تشکيلاتو، د نظامي رهبري پر همغږۍ او په امنيتي برخه کې یې پر يو شمېر نورو مسايلو هم خبرې وکړې.

د  هلمند والي وويل، خلک د امنيت ټینګښت ته لېوال دي او په دې برخه کې له افغان امنيتي ځواکونو سره پوره همکاري کوي.

هغه وويل، د وسله والو طالبانو مهم مرکزونه، مالي او بشري سرچينې باید په نښه او له منځه يووړل شي.

حيات په يادو ټولو برخو کې د ناټو ځواکونو د اړينې همکارۍ غوښتنه وکړه.

دغه راز په دې ليدنه کې د ٢١٥ ميوند قول اردو قوماندان برید جنرال ولي محمد احمدزي هم په امنيتي او عملیاتي برخو کې يو شمېر وړانديزونه وکړل او په اړه يې د ناټو د همکارۍ غوښتنه وکړه.

د غونډې په پاى کې د ختيځې او منځنۍ اسيا لپاره د ناټو ځواکونو عمومي قوماندان جنرال ولټرز وويل چې هلمند ته يې له ورتګ څخه موخه د دغه ولايت عمومي وضعيت ارزول او د افغان ځواکونو ستونزې معلومول دي.

هغه وويل، د امریکا متحده ایالات د امنيتي تړون له مخې له افغان ځواکونو سره د همکارۍ په برخه کې ژمن دي.

نوموړي ډاډ څرګند کړ چې د هلمند ځايي چارواکو د وړانديز شوو غوښتنو په اړه به لازم تدابیر او تصميمونه ونيول شي.

هلمند د افغانستان د هغو ولايتونو له ډلې دى چې دا مهال په کې سلګونه امريکايي سرتېري مېشت دي چې د هوايي ځواک او افغان ځواکونو د روزنې په برخه کې مرستې کوي.

ورته راپورونه:


Download “Pajhwok” mobile App, on your smartphone to read and access latest news, features, interviews, videos and photos about Afghanistan.

   

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement