د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

په تخار کې د ناقانونه سيمکارتونو شمېر ورځ تر بلې زياتيږي

په تخار کې د ناقانونه سيمکارتونو شمېر ورځ تر بلې زياتيږي

Jun 07, 2017 - 10:57

تالقان(پژواک،١٧غبرګولى٩٦): په تخار کې د مخابراتي تنظيم ادارې (اترا) وايي چې په دې ولايت کې د ناقانونه سيمکارتونو شمېر ورځ تر بلې زياتيږي او له دې سيمکارتونو څخه د جرمونو په ترسره کولو کې هم کار اخيستل کيږي.

په تالقانو کې د دغې ادارې مشر قیام الدین وقار پژواک خبري اژانس ته د يوې ځانګړې مرکې په ترڅ کې وويل چې په دې وروستيو کې په دغه ولايت کې د ناقانونه سيمکارتونو شمېر بې حده ډير شوى دى.

هغه وايي چې د اصولو له مخې بايد سيمکارت پلورونکى جواز ولري، سيمکارتونه بايد غير فعال وپلورل شي، له پلورل کېدو وروسته بايد ثبت او بيا سيمکارت ٢٤ ساعته وروسته فعاله شي.

هغه زياته کړه: (( خو دلته داسې نه ده، فعاله سيمکارتونه خرڅيږي چې بيا له دې سيمکارتونو څخه په تښتونو، ګواښونو، وژنو او نورو جرايمو په ترسره کولو کې کار اخيستل کيږي.))

د هغه په وينا، د دې کار د مخنيوي په موخه يې د اترا ادارې، امنيې قوماندانۍ، ملي امنيت او څارنوالۍ له لوري يو ګډ کمېسيون جوړ کړى دى.

ده زياته کړه: (( خو سره له دې هم په ښار کې غير قانوني سيمکارتونه خرڅيږي.))

د وقار په وينا، دوى هڅه کوي ترڅو دې ستونزې ته د مخابراتي شرکتونو په همکارۍ د حل يوه اساسي لار پيدا کړي.

د مرکز تالقانو اوسېدونکي سميع الله پژواک ته وويل چې تېر کال د يو ناپېژانده کس له لوري په ټيلېفون په مرګ ګواښل کېده.

هغه وايي: (( کله چې مې پوليسو ته عريضه وکړه نو معلومه شوه چې دغه کس له يو غير قانوني سيمکارت څخه ما سره اړيکه نيسي.))

ده زياته کړه: (( کله چې مو پلټنه وکړه ګورو چې دغه سيمکارت د يو سپين ږيري سړي په نوم دى خو استفاده بل څوک ترې کوي.))

دغه راز د تخار بل اوسېدونکي محمدنسيم پژواک ته وويل چې په دې ولايت کې سيمکارت پلورونکي، يو ثبت شوى سيمکارت په سل افغانۍ پلوري.

هغه زياته کړه: (( دوکاندار نه غواړي چې خپل مشتري له لاسه ورکړي، نو ځکه له مخې يې سيمکارتونه ثبتوي او بيا يې خپلو مشتريانو ته ورکوي.))

خو د اړوندې موضوع په اړه د تخار د امنيې قوماندانۍ د امنيت امر سمونوال سيد کرامت الله جهانګير پژواک ته وويل چې د غيرقانوني سيمکارتونو په اړه تر اوسه اترا ادارې دوى ته شکايت نه دى کړى.

هغه وايي: (( که په دې اړه موږ ته کوم شکايت وشي، نو موږ به يې ضرور پر وړاندې اقدام وکړو.))

ده وويل چې د اترا اداره بايد دوى ته په تالقانو کې د غيرقانوني سيمکارتونو د پلورولو په اړه اسناد وړاندې کړي.

خو بل لورته بيا د اترا اداره وايي چې د امنيتي ارګانونو په همکارۍ يې سږ کال په مرکز تالقانو کې دوه زره غيرقانوني سيمکارتونه ټول کړي دي.

د دې ادارې د چارواکو د معلوماتو له مخې، تېرکال د ورته سرغړونو له امله د ام ټي ان، روشن او اتصالاتو مخابراتي کمپنۍ ٦٠ ميليونه افغانۍ جريمه شوې هم وې.

د ويلو ده چې د تخار ترڅنګ په کابل او ځينو نورو ولايتونوهم په دوکانونو او ان د لارو پر سر غيرقانوني سيمکارتونه په ډيره ارزانه بيه پلورل کيږي، خو د مخنيوي لپاره يې تر اوسه جدي اقدام نه دى شوى.

ورته راپورونه:


Download “Pajhwok” mobile App, on your smartphone to read and access latest news, features, interviews, videos and photos about Afghanistan.

   

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement