د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

د ازبکستان ولسمشر له افغانستان سره د ګډ اقتصادي کمېسیون جوړېدو غوښتنه وکړه

د ازبکستان ولسمشر له افغانستان سره د ګډ اقتصادي کمېسیون جوړېدو غوښتنه وکړه

Jun 09, 2017 - 10:50

کابل (پژواک، ١٩ غبرګولى ٩٦): د ازبکستان ولسمشر وايي چې د افغانستان او ازبکستان تر منځ په بېلابېلو کچو د همکاریو لار نقشه ترتیب شوې ده.

دغه څرګندونې د ازبکستان ولسمشر مير ضيايف له ولسمشر محمد اشرف غنى سره پرون د قزاقستان په مرکز کې د شانګهای غونډې په څنډه کې وکړې.

د ولسمشر له مطبوعاتي دفتره پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې دواړو ولسمشرانو د دواړو هېوادنو ترمنځ د مناسباتو په ټینګښت او د سیمې پر موضوعاتو بحث او خبرې وکړې.

دغه راز په دې ليدنه کې دواړو لورو پر امنیتي موضوعاتو، له ترهګرۍ سره پر مبارزې، د سوداګریزو او اقتصادي همکاريو پر پراختیا هم خبرې وکړې.

د ازبکستان ولسمشر وویل، په روان میلادي کال کې افغانستان ته د دغه هېواد د لوړپوړي پلاوي په سفر کې د دواړو هېوادونو تر منځ په بېلابېلو کچو د همکاریو لار نقشه ترتیب شوې ده.

هغه وړاندیز وکړ چې د ازبکستان او افغانستان تر منځ دې ګډ اقتصادي کمېسیون جوړ شي، څو د همکاریو لا زیاتې لارې چارې ولټول شي.

هغه د کابل پروسې کنفرانس د جوړېدو له امله ولسمشر غني ته مبارکي وویله او هغه یې بریالی وباله.

وروسته غني ترهګرۍ د سیمې ټولو هېوادونو ته یو جدي خطر وباله او د سولې او ثبات د تامین په برخه کې يې د کابل پروسې د کنفرانس په اړه یادونه وکړه او په دې برخه کې يې د ازبکستان همکاري ګټوره وبلله.

د هېواد ولسمشر د سوداګریزو او اقتصادي همکاریو په اړه وویل: ((موږ لوی اقتصادي لیدلوری لرو او غواړو د حیرتان بندر له لارې دغه اړیکې لا پراخې شي.))

ولسمشر محمد اشرف غنى وړمه ورځ د يو لوړپوړي دولتي پلاوي په مشرۍ د شانگهاى په غونډه کې د ګډون په موخه د قزاقستان پلازمېنې استانه ته تللی دى.

ا

 

 

 

 

ورته راپورونه:


Download “Pajhwok” mobile App, on your smartphone to read and access latest news, features, interviews, videos and photos about Afghanistan.

   

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement