د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

غزني کې د سړي تښتونې پېښې ډيرې شوې دي

غزني کې د سړي تښتونې پېښې ډيرې شوې دي

Jun 26, 2017 - 10:32

غزني ښار(پژواک،۵چنګاښ٩٦): د غزني اوسېدونکي وايي چې د اړوندو ارګانونو د نه پاملرنې له امله په دې وروستيو کې په دې ولايت کې د سړي تښتونې پېښې ډيرې شوې دي چې له امله يې خلک اندېښمن دي.

خو د غزني امنيتي چارواکي وايي چې د انسان تښتوونکو پر وړاندې د دوى عمليات په چټکۍ سره روان دي.

د غزني ښار اوسېدونکي عزت الله پژواک خبري اژانس ته وويل چې د پيسو تر لاسه کولو په موخه د انسان تښتونې پېښې ډېرې شوې دي.

هغه وايي: (( کس تښتوي که پيسې ورنه کړي بيا يې وژني، څو ورځې وړاندې هم يو کس تښتول شوى و چې بيا اختطاف چيانو يې له کورنۍ پيسې وغوښتې او کورنۍ يې پيسې ورنه کړې، بيا ددې کس مړى د جنګل باغ  تر پله  لاندې پيدا شو.))

دغه راز د قره باغ اوسېدونکي محمد انور پژواک ته وويل چې په تېرو دوه مياشتو کې له دې ولسوالۍ څخه هم درې تنه تښتول شوي دي.

هغه وايي: (( يو کس خو ترې پوليسو د روژې په اتمه را خلاص کړ، خو يواځې خلاصول يې کافي نه دي، دې کسانو ته بايد سخته سزا ورکړل شي.))

د هغه په وينا، د دې ولسوالۍ شتمن خلک د انسان تښتوونکو له وېرې په نورو سيمو کې ژوند کوي.

په غزني کې يو تن سوداګر عبدالرحمن پژواک ته وويل چې د انسان تښتوونکو له وېرې سوداګر په دې ولايت کې پانګونه نه کوي.

هغه وايي: (( دلته چې سرمايه ګذارې وکړې، خپله او ټوله کورنۍ دې د اختطاف او نا امنۍ له خطر سره مخ کيږي.))

ده هم ټينګار وکړ چې د انسان تښتونې د مخنيوي په موخه حکومت بايد سړي تښتوونکو ته سخته سزا ورکړي.

د غزني د ولايتي شورا رييس خالقداد اکبري هم وايي چې په دې وروستيو کې په غزني کې د انسان تښتونې پېښې ډېرې شوې دي.

خو دى وايي: ((د شکر ځاى دى چې تر اوسه اختطافچيان په دې نه توانېدلي چې له چا نه پيسې واخلي، ټول د پوليسو لخوا نيول شوي دي.))

اکبري وايي چې د انسان تښتونې د مخنيوي لپاره بايد دې ډلې کسانو ته سخته سزا ورکړل شي.

د يادو څرګندونو په اړه د غزني امنيه قوماندان مل پاسوال امين الله امرخېل پژواک ته وويل چې د انسان تښتوونکو پر وړاندې يې چټک عمليات پيل کړي دي.

هغه وايي چې په تېرو څلورو مياشتو کې يې د انسان تښتوونکو پر وړاندې ١٨ عمليات ترسره کړي چې په ترڅ کې يې ٢٠ انسان تښتوونکي نيول شوي دي.

د امرخېل د معلوماتو له مخې، اوسمهال هم د انسان تښتونې دوه ډلې په غزني کې فعاليت کوي چې د نيونې لپاره يې پلان جوړ شوى دى.

د يادونې ده چې د غزني ترڅنګ په کابل او نورو ولايتونو کې هم د انسان تښتونې پېښې شته  چې خلک له يوې لويې اندېښنې سره مخ کړي دي او د دې کار  د مخنيوي په برخه کې د حکومت د جدي پاملرنې غوښتنه کوي.

ورته راپورونه:


Download “Pajhwok” mobile App, on your smartphone to read and access latest news, features, interviews, videos and photos about Afghanistan.

   

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement