د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

ننګرهار کې د ترافیکي پېښو له امله ‍۱۶۱ تنه ټپيان شوي

ننګرهار کې د ترافیکي پېښو له امله ‍۱۶۱ تنه ټپيان شوي

Jun 28, 2017 - 14:23

جلال اباد (پژواک، ٧ چنګاښ ۹۶): د  ننګرهار ولایت په مرکز او ولسوالیو کې د کوچني اختر په درې ورځو کې د ترافیکي پېښو له امله د لس مېرمنو په ګډون ۱۶۱ تنه ټپيان شوي دي.

د سړکونو تنګوالی، د موټر چلوونکو بې احتیاطي او له ترافيکي اصولو څخه سرغړونه هغه څه دي، چې د دې پېښو لامل شوي دي.

د ننګرهار د عامې روغتیا رييس ډاکټر نجیب الله کاموال د چنګاښ په اوومه پژواک خبري اژانس ته وويل، د کوچني اختر په لومړیو درې ورځو کې د مرکز او ولسوالیو روغتیایي مرکزونو ته د ترافیکي پېښو له امله ۱۶۱ تنه ټپیان ور وړل شوي دي .

دی وايي، يادو ټپيانو کې لس مېرمنې او لسګونه ماشومان هم شامل دي.

نوموړي زیاته کړه، د ترلاسه شويو معلوماتو له مخې، یادې ترافیکي پېښې اکثریت د موټر سایکلونو او موټر چلوونکو د ګړندي تګ له امله رامنځته شوې دي .

هغه وایي، د ترافیکي پېښو زیات شمېر ټپيان يې له لومړنۍ درملنې وروسته کورونو ته لېږلي،خو لسګونه نور یې اوس هم تر درملنې لاندې دي.

د عامې روغتیا ريیس همدا راز وایي، د اختر په یادو درې ورځو کې د هوایي ډزو له امله هم لسګونه تنه ټپیان د درملنې په موخه روغتیایي مرکزونو ته  ور وړل شوي دي.

د يادونې ده چې ننګرهار يو ګڼ مېشته ولایت دی او موټر هم په کې ډېرې دي چې له امله يې ډېرې ترافيکي پېښې هم رامنځته کيږي.

ورته راپورونه:


Download “Pajhwok” mobile App, on your smartphone to read and access latest news, features, interviews, videos and photos about Afghanistan.

   

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement