د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

افغانستان په فوټبال کې قرغيزستان ته هم ماتې ورکړه

افغانستان په فوټبال کې قرغيزستان ته هم ماتې ورکړه

Jul 05, 2017 - 13:49

کابل (پژواک، ١٤ چنګاښ ٩٦): د افغانستان د ١٥ کلنو لوبغاړو فوټبال ملي لوبډلې قرغيزستان ته په ماتې ورکولو سره دويمه بريا خپله کړه.

د افغانستان فوټبال فدراسيون وياند سيد علي کاظمي د چنګاښ په ١٤مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې د مرکزي اسيا د پنځو هېوادونو د فوټبال دا سيالۍ په تاجکستان کې پيل شوې دي.

هغه زياته کړه چې پرون مازديګر افغانستان په خپله دويمه لوبه کې قرغيزستان ته درې پر يو ګول ماتې ورکړه.

د کاظمي په وينا، د افغانستان له لوري سمير سمندري، فردين ناصري او احمد تميم ميرزاده ګولونه ووهل.

نوموړى وايي چې افغانستان دوه ورځې مخکې په خپلې لومړۍ لوبه کې کوربه هېواد تاجکستان ته ماتې ورکړې وه او تر اوسه له دوو بريا وو سره د نومرو په جدول کې لومړى مقام لري.

افغانستان خپله بله لوبه د جمعې په ورځ له ترکمنستان سره ترسره کوي.

په دې سياليو کې د افغانستان، ترکمنستان، تاجکستان، قرغيزستان  او قزاقستان لوبډلو برخه اخيستې وه.

ورته راپورونه:


Download “Pajhwok” mobile App, on your smartphone to read and access latest news, features, interviews, videos and photos about Afghanistan.

   

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement