د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

غزني ۲۵ ماشومان د هغو له تښتوونکو سره نیول شوي

غزني ۲۵ ماشومان د هغو له تښتوونکو سره نیول شوي

Jul 10, 2017 - 13:51

غزني ښار (پژواک، ١٩ چنګاښ ٩٦): د غزني پوليسو په قره باغ ولسوالۍ کې څلور انسان تښتونکي له ٢٥ ماشومانو سره نيولي دي.

د غزني د امنيې قوماندانۍ سرپرست سمونوال مصطفى مايار د چنګاښ په ١٩مه د يوې خبري غونډې پر مهال وويل چې پوليسو دغه څلور انسان تښتوونکي د قره باغ ولسوالۍ په مربوطاتو کې د کابل-کندهار پر لويه لار نيولي دي.

هغه وايي چې انسان تښتوونکو دغه ٢٥ ماشومان په دوو موټرو کې ځاى پر ځاى کړي وو او غوښتل یې چې د کوېټې له لارې يې پاکستان هېواد ته انتقال کړي.

د هغه په وينا، دغو کسانو غوښتل چې ياد ماشومانو ته په پاکستان هېواد کې د ځانمرګو بريدونو زده کړې ورکړي.

قوماندان وايي: ((دغو ماشومانو ته یې چې ډېری یې بې سرپرسته دي، یو ډول نشه يې مواد هم ورکړي وو))

د هغه د معلوماتو له مخې، دغه ماشومان د غزني ښار، ده يک، اب بند، قره باغ او اندړو ولسوالۍ اوسېدونکي دي چې عمرونه يې د ٨ او ١٥ کلونو تر منځ دي.

قوماندان وويل چې د انسان تښتوونکو د هويت په اړه اوس څه نه شي ويلى خو تر څېړنو وروسته به يې په اړه معلومات له رسنيو سره شريک کړي.

د تښتول شوو ماشومانو له ډلې څخه عبدالله پژواک ته وويل چې د غزني ښار د بالاحصار سيمې اوسېدونکى دى.

هغه وايي: ((زه نور نه پوهېږم خو ما ته يې په کور کې وويل چې پاکستان ته لاړ شه او هلته مدرسه ووايه.))

عبدالله وويل چې له يادو کسانو سره د کورنۍ په خوښه روان و.

یوه بل له دغو ماشومانو د نوم له اخيستو پرته پژواک ته وويل چې په دې ماشومانو کې يو تن يې وراره دى.

هغه وايي: ((وراره مې دلته درس نه ويل نو ځکه مو تصميم ونيو چې پاکستان ته لاړ شي او هلته درس ووايي.))

د هغه په وينا، دوى خپل نور خپلوان هم هڅولي چې خپل ماشومان د ديني زده کړو په موخه پاکستان ته واستوي.

داسې مهال له غزني څخه يو شمېر ماشومان د ديني زده کړو په موخه پاکستان هېواد ته انتقالېدل چې تر دې وړاندې په وار وار افغان چارواکو ويلي چې د پاکستان په مدرسو کې افغان ماشومانو ته د ديني زده کړو تر څنګ د ځانمرګو بريدونو زده کړې هم ورکول کېږي.

دغه راز يو شمېر افغان او بهرنيو رسنيو هم داسې راپورونه، انځورونه او ويډيوګانې خپرې کړې چې له مخې یې دا جوتېږي چې افغان ماشومانو ته د پاکستان په مدرسو کې د ځانمرګو بريدونو زده کړې ورکول کېږي.

ورته راپورونه:


Download “Pajhwok” mobile App, on your smartphone to read and access latest news, features, interviews, videos and photos about Afghanistan.

   

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement