د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

د فوټبال د ١٥ کلنو ملي لوبډلې لګښت اجرائيه رياست پر غاړه واخيست

د فوټبال د ١٥ کلنو ملي لوبډلې لګښت اجرائيه رياست پر غاړه واخيست

Jul 11, 2017 - 16:10

کابل (پژواک، ٢٠ چنګاښ ٩٦):د حکومت اجراييه مشر د آسيا د مرکزي زون په سياليو کې د هېواد د فوټبال د" ١٥کلنو" ملي ټېم د ستاينې تر څنګ وويل چې د فوټبال فدراسيون د ملي ستونزو تر بنسټيز حل پورې د دغه ټېم لګښت د حکومت د اجراييه رياست پر غاړه وي.

د حکومت اجراييه مشر ډاکټر عبدالله عبدالله نن د هېواد د " فوټبال د ١٥کلنو" له ملي ټېم څخه چې د اسيا د مرکزي زون د فوټبال په سياليو کې اتلولۍ ته رسېدلى، ستاينه او قدرونه وکړه او ويې ويل چې د افغانستان د فوټبال د ١٥کلنو ملي ټېم، خپل هېواد او خلکو ته ډېر ستر وياړ ورپه برخه کړى دى.

د هېواد د فوټبال د ١٥ کلنو د ټېم مربي، سيد هادي کاظمي په دې غونډه کې وويل: "په تش لاس او له امکاناتو پرته د اسيا د مرکزي زون سياليو ته ولاړو او بريالي او اتل بېرته راغلو."

د فوټبال فدراسيون تخنيکي مرستيال يوسف کارګر وويل چې د اسيا د مرکزي زون په سياليو کې د هېواد د فوټبال د ١٥کلنو د ټېم اتلولي چې د ترکمنستان، ازبکستان، قزاقستان او تاجکستان قوي هېوادونو ټېمونو په کې شتون درلود، په اسانه او ساده نه ده ترلاسه شوې.

کارګر د دې په بيانولو سره چې د فوټبال فدراسيون نړيوالو ته د هېواد د فوټبال وړتياوې ثابتې کړې، زياته يې کړه چې فوټبالرانو او ورزشکارانو تل په اسيا او نړۍ کې د افغانستان مثبته څېره نندارې ته وړاندې کړې ده.

د فوټبال فدراسيون تخنيکي مرستيال د فوټبال په برخه کې د امکاناتو پر نشتوالي او دغه راز په دې برخه کې پر سياسي او ګوندي مداخلو نيوکه وکړه او د هېواد له اجراييه مشر څخه يې وغوښتل چې د سياستوالو او د پارلمان د غړو د مداخلو مخه دې ونيسي.

هغه په ډاګه کړه چې فوټبال بايد سياسي او ګوندي نه شي؛ ځکه د فوټبال د ملي ټېم لاسته راوړنه د افغانستان پر ټولو خلکو پورې اړه لري او په ملي ټېم کې د هېواد له ټولو ولايتونو او قومونو څخه شتون لري.

يوسف کارګر د دې په بيانولو سره چې د فوټبال فدراسيون د اسيا د مرکزي زون هېوادونو د فدراسيونونو لس سلنه امکانات نه لري وويل چې د امکاناتو نه شتون، د فوټبال د ودې بهير له ننګونې سره مخ کړى دى.

د ملي ټيم له لوبغاړو څخه دوه تنه، فردوس شېرزاد او علي زاهدي هم د خپلو ټېمونو په استازيتوب خبرې وکړې او ويې ويل چې بهرنيو سياليو ته له تګ وورسته، په خپلو ښوونځيو کې له ستونزو سره مخ کېږي.

د هېواد اجرائيه مشر ډاکټر عبدالله عبدالله د فوټبال فدراسيون د غړو او د ١٥کلنو د ملي ټېم د لوبغاړو د ليدلورو او نظرونو تر اورېدو وروسته وويل: "موږ خبر يو چې تاسو په کومو شرايطو او په کومو امکاناتو او اسانتياوو سره خپل هېواد او خلکو ته اتلولي راوړه."

د حکومت اجراييه مشر ژمنه وکړه چې د فوټبال فدراسيون د مالي ستونزو تر اساسي حل پورې، د هېواد د فوټبال ١٥کلنو ملي ټېم لګښت به د هېواد اجراييه رياست پر غاړه واخلي.

هغه د افغانستان د فوټبال لاسته راوړنو ته په اشارې سره وويل چې د فوټبال فدراسيون په فيفا کې لوړ باور لري.

ډاکټر عبدالله دغه راز وويل چې د فوټبال د ملي ټېم د لوبغاړو د ستونزو په اړه له پوهنې وزارت سره خبرې کوي، څو ملي لوبغاړي وکړاى شي په ارام او ډاډه زړه بهرنيو سياليو ته مخه کړي.

د حکومت دغه مقام د ١٥ کلنو ټېم غړو ته په خطاب کې وويل: "نور هېوادونه د فوټبال په برخه کې سترې پانګونې کوي؛ خو تاسو په کمو امکاناتو سره اتلان شوئ او د خپلو خلکو د خوښۍ لامل شوئ؛ تاسو د افغانستان د خلکو په زړونو کې ځاى لرئ او خلکو ستاسو له اتلولۍ وروسته،خپل احساسات په ټولنيزو شبکو او رسنيو کې په پراخه توګه څرګند کړل."

 

ورته راپورونه:


Download “Pajhwok” mobile App, on your smartphone to read and access latest news, features, interviews, videos and photos about Afghanistan.

   

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement