د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

په کندهار کې د پستې ۲۵۰ باغونه او د زعفرانو ۴۰۰ نمایشي قطعې جوړېږي

په کندهار کې د پستې ۲۵۰ باغونه او د زعفرانو ۴۰۰ نمایشي قطعې جوړېږي

Jul 12, 2017 - 18:37

کندهار (پژواک، ۲۱ چنګاښ ۹۶): د کندهار په ۹ ولسوالیو کې د پستې باغونه، د ممیزو خونې او د زعفرانو نمایشي قطعې جوړېږي او په اړه یې کروندګرو ته روزنه ورکول کېږي.

دغه پروژه نن (د چنګاښ ۲۱مه) پرانیستل شوه چې د کندهار ولایت مقام مالي او اداري مرستیال عبدالحنان منیب تر څنګ په کې د کرنې، نشه يي توکو او اقتصاد رییسانو او د پلې کوونکې ادارې مرسي کورپس استازو ګډون کړی و.

د کندهار د کرنې رییس سید حفیظ سیدي پژواک خبري اژانس ته وویل، دا درې کلنه زراعتي پروژه ده چې د کندهار په نهو ولسوالیو کې پلې کېږي.

په دې ولسوالیو کې میوند، ژیړۍ،پنجوايي، دامان، ډنډ، تخته پل، سپين بولدک، معروف او ارغستان شاملې دي.

ده زیاته کړه، په دغه پروژه کې به د یادو شوو ولسوالیو کروندګرو او باغ لرونکو ته د پستې د ۲۵۰ باغونو، ۳ کشمش خونو او د زعفرانو د ۴۰۰ نمایشي قطعو جوړول شامل دي.

نوموړی وايي، سلګونو کروندګرو او باغ لرونکو ته د دغو باغونو او کروندو د پاللو، د ناروغیو د کنټرول او نورو برخو په اړه روزنه هم ورکړل شي.

د کندهار سکتوري رییس عبدالحکیم حکیمي وايي، دغه پروژه به په یو ډول د کوکنارو د کر بدیل هم شي چې ډېر په کې کرل کېږي.

خو هغه د دغې پروژې پر ښه تطبیق ټینګار وکړ.

د مرسي کورپس په نوم د دغې پروژې د پلي کوونکې ادارې استازي محمد ایوب پژواک اژانس ته وویل، دغه پروګرام د ملګرو ملتونو د نشه يي توکو او جرمونو پر ضد ادارې او اروپايي ټولنې له خوا تمویلېږي چې موخه یې دغلته د نشه يي توکو مخنیوی، د روا کښتونو وده او له کروندګرو او باغ لرونکو سره مرسته ده.

دی وايي، دغه پروژه به د دوی له خوا د ګومارل شوي مسلکي ټیم له خوا پر مخ وړل کېږي.

ده دا هم وویل چې د کندهار تر څنګ هم مهاله دغه پروژه په هلمند او اروزګان ولایتونو کې هم پلي کېږي.

خو نوموړي د دغې پروژې د لګښت په اړه معلومات ور نه کړل.

د کندهار ولایت مقام مالي او اداري مرستیال عبدالحنان منیب وویل، په دې پروژه کې دې وړ کروندګرو او باغ لرونکو ته حق ورکړل شي.

هغه دغه راز د دغې پروژې پر سم تطبیق هم ټینګار وکړ او ویې ویل، ولایتي اداره په دې برخه کې بشپړه همکاري کوي.

د کندهار کروندګر او باغ لرونکي د دغې پروژې هرکلی کوي، خو په پلي کېدو کې یې پر عدالت ټینګار کوي.

د پنجوايي ولسوالۍ د سپېروان سیمې یوه کروندګر عبدالواسع پژواک خبري اژانس ته وویل، که دغه پروژه په سمه توګه پلي شي او مستحقو خلکو ته په کې ونډه ورکړای شي، نو ګټه به يې ډېره وي.

دی وايي، په دې توګه به خلک د نشه يي توکو له کرکیلې هم لاس پر سر شي.

خو ده ټینګار وکړ چې حکومت دې ورسره د دوی د حاصلاتو لپاره د مارکېټ په موندنه کې هم مرسته وکړي.

ورته راپورونه:


Download “Pajhwok” mobile App, on your smartphone to read and access latest news, features, interviews, videos and photos about Afghanistan.

   

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement